د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

افغان ځواکونه وايي د طالبانو پر وړاندې له دفاعي حالته تعرضي حالت ته وتلي


افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال
افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د طالبانو د بریدونو پر وړاندې د افغان ځواکونو د دفاعي حالت په اړه تر پرله پسې انتقادونو وروسته، د دغه ځواکونو ویاند ویلي چې دوی په یو شمېر سیمو کې تعرضي حالت خپل کړي دي.

اجمل شینواري، د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) په کابل یوې خبري غونډې ته وویل، په دې توګه افغان ځواکونو لاسته راوړنې هم لري: "د مخکینو ژمنو پر بنسټ، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په یو شمېر سیمو کې له دفاعي حالته تعرضي حالت ته راغلي، په دې توګه موږ لاسته راوړنې هم لرو، تر اوسه ډېری سیمې ۲۴ ولسوالۍ او مرکزونه یې موږ بېرته نیولي دي."

د افغان ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواری
د افغان ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواری

ښاغلي شینواري زیاته کړه چې په دې بدلون سره افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو څلورو ورځو کې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې ۲۴۴ عملیات کړي او د مخالفینو د یو شمېر کلیدي کسانو په ګډون یې د دوی ۹۷۶ وسله وال وژلي او ۹۲ تنه یې نیولي دي.

د نوموړي په خبره، په دې موده کې له ۴۹ بمي پېښو چې دوه یې په موټرو کې پلان شوې وې، مخنیوی شوی دی او په څو موردو کې کې ایښودل شوي بمونه شنډ شوي دي.

طالبانو د افغان ځواکونو د ویاند د تازه څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو مخکې له دې دوی ویلي وو چې دولتي ځواکونو یوازې څو ولسوالۍ بېرته نیولي، خو د خپلو کسانو د تلفاتو په اړه یې بیا څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د ښاغلي شینواري په وینا، امریکا درې نوې هلیکوپټرې له افغان ځواکونو سره مرسته کړې ده.

په افغانستان کې جګړه له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو له وتلو د بهیر په پيل سره یعنې د ثور له میاشتې تیزه شوې ده او طالبانو لسګونه ولسوالۍ نیولې دي.

د طالبانو دې پرمختګ پر افغان دولت پراخو نیوکو ته زمینه برابره کړې ده.

په ورته وخت کې یوځل بیا د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرې په تړاو هڅې چټکې شوي دي او دواړو خواوې او نړیوالې ټولنې د افغانستان د ناورین پر سیاسي حل لارې تينګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG