د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۳۹

حمدالله محب د افغان سولې او امنیت په اړه له بریتانیايي چارواکو سره خبرې کوي


د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې د بېلابېلو هېوادونو د همکارۍ د ترلاسه کولو لپاره افغان حکومت خپلې هڅې تېزې کړې دي.

افغان حکومت وايي چې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۳۰» لندن ته ولاړ چې د دغه هېواد له چارواکو سره به پر یو لړ مسایلو خبرې وکړي.

افغانستان دې دوه ورځني سفر ته په تمه دی ترڅو په دې هېواد کې د سولې او امنیت په برخه کې د بریتانیا همکارۍ زیاتې شي.

د افغان حکومت د رسنیو مرکز مشر دوا خان مینه‌پال وايي: "د افغانستان د امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د انګلستان له سیاسي او امنیتي چارواکو سره د لیدو لپاره دغه هېواد ته سفر وکړ. دغه سفر دوه ورځنی دی او دوی به په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي."

دوا خان مینه‌پال
دوا خان مینه‌پال

ښاغلي محب درې اوونۍ وړاندې روسیې ته هم سفر کړی و چې د ګډو ګټو او د افغانستان په سولې او امنیت کې د دغه هېواد د رول په اړه‌یې له چارواکو سره خبرې وکړې.

هغه له روسیې وروسته قزاقستان هېواد ته هم سفر وکړ او له دغه هېواد یې د همکاریو غوښتنه وکړه.

بریتانیا ته د ښاغلي محب د سفر سربېره ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې د افغانستان لوی درستیز ولی محمد احمدزی هم هند ته سفر وکړي.

د هندي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، ټاکل شوې د افغانستان لوی درستيز راتلونکې سې شنبه نوې ډېلي ته سفر وکړي ترڅو له هندي چارواکو سره د هند د پوځي همکاریو او په افغانستان کې د ناامنیو د زیاتېدو په اړه خبرې وکړي.

ولي محمد احمدزى به له خپل هندي سيال جنرال منوج مكند نروني او د هند د ملي امنيت له سلاکار اجيت دووال سره هم وويني.

افغان حکومت هیله لري چې دغه سفر به د افغانستان سولې او امنیت لپاره ګټوره پایله ولري.

دوا خان مینه‌پال هند ته د افغانستان لوی درستیز د سفر په اړه توضیحات ورنه‌کړل، خو ویې‌ویل چې نوې ډېلي د افغانستان ستراتېژیک ملګری دی او کابل تمه لري چې هند د سولې خبرو او د افغان امنیتي ځواکونو په تجهیز کې مرسته وکړي.

ښاغلی مینه‌پال زیاتوي: "هند زموږ ستراتېژیک ملګری دی. موږ د ترورېزم پر وړاندې ګډ دریځ لرو او ګډه مبارزه کوو. سربېره پر دې موږ په امنیت او اقتصادي برخو کې ګډ کار کوو."

په افغانستان کې د سولې خبرو په ټپه درېدو او د جګړې ډګر په ګرمېدو سره دغه هېواد اوس د سولې خبرو پیل کولو او د امنیتي ځواکونو تجهیز کولو کې له بل هر وخت زیات سیمه‌ییزې او نړیوالې همکارۍ ته سترګې په لاره دی.

XS
SM
MD
LG