د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

محب: طالبان هېڅ سولې ته ژمن نه دي او خبرو کې امتیاز ترلاسه کول غواړي


د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب
د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب

د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب وایي، طالبان په افغانستان کې د زور د لارې واک ته رسېدل غواړي.

ښاغلی محب چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره یوځای امریکا ته تللی، د امریکا غږ (اشنا راډیو) سره په ځانګړې مرکه کې وویل طالبان سولې ته ژمن نه دي.

محب زیاته کړه:" طالبانو وښوده چې تر نننه سولې ته هېڅ ډول تعهد نه لري، طالبانو غوښتل د سولې په خبرو کې امتیاز ترلاسه کړي او هغوی دا کار وکړ. د هغوی یوه ژمنه دا وه چې رښتیني مذاکرات به کوي، خو هېڅ رښتیني مذکرات یې نه دي کړي. موږ تر اوسه سولې ته د طالبانو تعهد نه دی لیدلی. د هغوی هیله په زور واک ته رسېدل دي. دا کار افغانستان د بربادۍ په لور بیایي او طالبان هم خپل هدف ته نه رسېږي."

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په یو شمېر ولایتونو کې د ولسوالیو د سقوط په هکله وویل چې طالبان د لومړي ځل لپاره د پټې جګړې پرځای علني جګړې ته راوتلي.

محب وویل، د یو شمېر سیمو نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبانو غوښتل، د خلکو په منځ کې یوه "انتباه" پیدا کړي چې ګواکې د افغانستان حکومت سقوط کوي.

حمدالله محب په مرکه کې همداراز زیاته کړه، افغان ولس او حکومت به نظام سقوط کولو ته پرې نه ږدي: "طالبانو په دې تېرو څو ورځو کې څه نا څه پرمختګ کړی، مګر دا داسې کارونه نه دي چې مخه یې نه شي نیول کیدی. طالبانو د پټې جګړې نه راوتلي او ښکاره جګړه یې پیل کړې. هغوی صفونه لري او صفونه یې ماتېږي او وضعیت به تغیر خوري."

محب وویل، د یو شمېر سیمو نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبانو غوښتل، د خلکو په منځ کې یوه "انتباه" پیدا کړي چې ګواکې د افغانستان حکومت سقوط کوي.
محب وویل، د یو شمېر سیمو نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبانو غوښتل، د خلکو په منځ کې یوه "انتباه" پیدا کړي چې ګواکې د افغانستان حکومت سقوط کوي.

د ملي امنیت سلاکار واشنګټن ته د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د پلاوي د سفر د هدف په هکله وویل چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د واشنګټن او کابل تر منځ د اړیکو نوی باب پیل شوی او په دې سفر کې به د جمهور رئیس جو بایډن او نورو سیاستوالو سره د افغانستان وضعیت اغېز لرلی شي، د اړیکو د نوي باب په جزییاتو خبرې اترې وکړي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د واشنګټن پر وخت پرون پنجشنبه (د چنګاښ۴مه) واشنګټن ته ورسېد.

ښاغلي غني په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو د مشهورو سیاستوالو سره وکتل او ټاکل شوې نن جمعه به په سپینې ماڼۍ کې د جمهور رئیس جو بایډن سره هم وګوري.

XS
SM
MD
LG