د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۰

مک‌کنزي: د افغان ځواکونو ملاتړ لپاره به د امریکا مأموریت دوامدار، خو ستونزمن وي


ارشیف، د امریکا د مرکزي قواوو د قرارګاه قوماندان جنرال کېنت مک‌کنزي کابل ته د سفر پر مهال
ارشیف، د امریکا د مرکزي قواوو د قرارګاه قوماندان جنرال کېنت مک‌کنزي کابل ته د سفر پر مهال

د امریکا د مرکزي قواوو د قرارګاه قوماندان جنرال کېنت مک‌کنزي وایي، د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره به د امریکا مأموریت دوام وکړي، خو هغه به د پخوا په نسبت یو څه ستونزمن وي.

جنرال مک‌کنزي چې د امریکا په فلوریدا کې مېشت قومانداني یې په منځني ختیځ، عراق، سوریه او افغانستان کې پوځي مأموریت څاري، دغه څرګندونې کابل ته په سفر کې نن یو شمېر خبریالانو ته وکړې.

نوموړی په هغو مراسمو کې د ګډون لپاره کابل تللی چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د دندې د پای ته رسېدو په مناسبت جوړ شوي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې د جنرال سکاټ مېلر د دندې پای ته رسېدل به په سمبولیکه بڼه په افغانستان کې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسېدو په معنی وي.

جنرال سکاټ مېلر
جنرال سکاټ مېلر

د امریکا د ولسمشر جو بایډن د اعلان له مخې له افغانستانه به د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو بهیر د راروانې اګسټ میاشتې تر ۳۱مې پورې بشپړ شي.

د امریکا د مرکزي قواوو د قرارګاه قوماندان جنرال مک‌کنزي به بیا هم د دې صلاحیت ولري چې د اړتیا په صورت کې د افغان ځواکونو په ملاتړ پر وسله‌والو طالبانو هوایي بریدونه وکړي.

جنرال مک‌کنزي که څه هم ومنله چې د افغان ځواکونو د ملاتړ دوام به یو څه ستونزمن وي، خو دوی به دغه ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه دغه‌راز محتاطانه خبرداری ورکړ چې ښکاري وسله‌وال طالبان په افغانستان کې روانه جګړه چې امریکا یې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د یوه سیاسي جوړجاړي له لارې د پای ته رسېدو هڅې کوي، د ځواک له لارې پای ته رسول غواړي.

جنرال مک‌کنزي که څه هم دا ومنله چې د افغانستان د یو شمېر ولایتونو مرکزونه له خطر سره مخامخ دي، خو زیاته‌یې کړه چې افغان امنیتي ځواکونه ژمن دي چې له هغو دفاع وکړي.

جنرال مک‌کنزي دغه‌راز وویل چې په افغانستان کې د امریکا مأموریت به د اګسټ له ۳۱مې وروسته تر ډېره د ترهګرۍ په وړاندې مبارزې متمرکز وي.

جنرال فرانک کېنت مک‌کنزي په افغانستان کې له یو شمېر امریکايي سرتېرو سره د لیدو پر مهال
جنرال فرانک کېنت مک‌کنزي په افغانستان کې له یو شمېر امریکايي سرتېرو سره د لیدو پر مهال

د روېټرز د راپور له مخې په افغانستان کې د جنرال سکاټ مېلر د دندې له پای ته رسېدو وروسته پنټاګون یو شمېر امریکایي جنرالانو ته د انتقالي چارو مسؤلت سپارلی چې له لیرې یا له بهره د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ هم په‌کې شامل دی.

پر جنرال مک‌کنزي سربېره ادمیرال کوریتز بازارد به د افغان هوایي ځواکونو په ګډون د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل د چارو مسؤل وي.

دغه‌راز به په کابل کې ادمیرال پتر ویسیلي د هغه نظامي تشکیل مشري کوي چې نوی تأسیس شوي او په افغانستان کې به د امریکا د سفارت او د کابل د هوایي ډګر امنیتي چارې سمبالوي.

XS
SM
MD
LG