د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

توکیو ښار کې د المپیک د دوبنیو لوبو په درشل کې بېړنی وضعیت اعلان شو


جاپان کې د المپيک لوبو لپاره لګول شوی نښان
جاپان کې د المپيک لوبو لپاره لګول شوی نښان

د جاپان توکیو ښار چې ټاکل شوې د المپیک د دوبنیو لوبو کوربه‌توب وکړي، سر له نن ورځې یې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره بېړنی وضعیت اعلان کړی.

دغلته بېړنی وضعیت داسې مهال اعلانېږي چې په جاپان کې د کرونا مثبتې پېښې په زیاتېدو دي.

د المپیک د دوبنیو لوبو تنظیموونکو تېره اوونۍ وویل، د دې لوبو له ټولو لوبغالو به نندارچیان منعه وي. بهرني نندارچیانو ته لا دمخه ویل شوي وو چې د توکیو د المپیک په سیالیو کې په لوبغالو کې نندارې ته نه‌شي کېناستلی.

د جاپان د کابینې عمومي منشي کاڅسَنوبو کَتو د یکشنبې په ورځ وویل: "موږ له خلکو غواړو چې له کورونو څخه دې د لوبغاړو ملاتړ وکړي."

په توکیو کې د المپیک دوبنۍ لوبې د جولای له ۲۳مې نېټې پیلېږي او د اګسټ تر ۸مې نېټې دوام کوي.

توکیو کې د المپیک لوبو په لړ کې ټولبند او محدودیتونه
توکیو کې د المپیک لوبو په لړ کې ټولبند او محدودیتونه

په توکیو کې دا څلورم ځل دی چې د 'کووېډ-۱۹' د خپرېدو د مخنیوي په وړاندې بېړنی حالت اعلانېږي او وروستی هغه‌یې د اګسټ تر ۲۲مې دوام کوي.

په نړۍ کې د ټېنس مخکښ صربیايي لوبغاړي نوواک دېوکویڅ ویلي، د المپیک د لوبو د سنبالګرانو له هغې پرېکړې وروسته چې نندارچیان‌یې لوبغالو ته له ورتګ منعه کړل، د توکیو د المپیک په سیالیو کې د ګډون پرېکړه کې دوه زړه دی.

جاپان د ځینو نورو هېوادونو په څېر کرونا سخت نه‌دی ځپلی، خو دې هېواد نږدې ۸۱۵ نیم زره د 'کووېډ-۱۹' مثبتې پېښې او تر ۱۵ زره مړینې ثبت کړې دي.

په توکیو کې د 'کووېډ-۱۹' پېښو کې وروستی زیاتوالی اندېښمنوونکی دی ځکه په دې هېواد کې د کرونا پر ضد د واکسین پیل سلو او په رسولو کې یې ځیني خنډونه وو. تر اوسه پورې د جاپان د وګړو یوازې په سلو کې ۲۸ تنو د کرونا ضد واکسین لږ تر لږه یوه ستنه کړې ده.

په عین حال کې استرالیا په خپل لوی ښار سدني کې ټولبند غځولی دی.

دغلته د کرونا ویروس ډېلټا بڼه خپره شوې او چارواکو اندېښنې ښودلې چې ښايي د کرونا مثبتې پېښې په چټکۍ زیاتې شي. که څه هم په سدني کې دوه اوونۍ مخکې ټولبند اعلان شوی، خو د کرونا په نویو پېښو کې پرله‌پسې زیاتوالی ثبتېږي.

بل‌خوا د امریکا متحده ایالاتو کې د واکسین د فایزر کمپنۍ ویلي دوی پلان لري چې د دوشنبې په ورځ د امریکا د روغتیا له لوړپوړو چارواکو سره د درمل جوړونکې د دې فابریکې پر هغې غوښتنې وغږېږي چې وايي خلکو ته د دې واکسین د دریېم دوز ورکولو اجازه ورکړي.

په امریکا کې د کرونا ویروس ضد واکسیناسیون
په امریکا کې د کرونا ویروس ضد واکسیناسیون

د جمهور رئیس بایډن لوړپوړي طبي سلاکار تأیید کړې ده چې "دا په عمومي توګه قانع کوونکې او ممکنه ده" چې ښايي وروسته به د کرونا د واکسین د اغېز د پیاوړتیا لپاره درېیم ځلي واکسین ته اړتیا پېښه شي.

د امریکا د کرونا ویروس لوړپوړي متخصص انتوني فاوچي ویلي، د حکومت لپاره دا ډېر وختي دی چې د درېیم دوز واکسین سپارښتنه وکړي، خو موږ د دې احتمال نه‌ردوو.

دا مهال د امریکا د وګړو په سلو کې ۴۸ تنه بشپړ واکسین شوي دي، یعنې د کرونا واکسین لږ تر لږه دوه ستنې یې لګولي.

XS
SM
MD
LG