د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

امریکا: ممکن القاعده شبکه له افغانستان نه واشنګټن او متحدانو ته‌یې ګواښ پېښ کړي


د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارک میلي او د امریکا دفاع وزیر لوید استېن
د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارک میلي او د امریکا دفاع وزیر لوید استېن

له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال لوړپوړو امریکایي پوځیانو له دغه هېواده د القاعده شبکې د احتمالي ګواښ په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو په برخه کې د ولسمشر جو بایډن اعلان دا وېره پيدا کړې چې افغانستان به کورنیو جګړو ته ولاړ شي.

د دې راپور پر بنسټ له دې ناکراریو سره دا اندېښنې هم دي چې القاعده به بیا افغانستان کې سر راپورته کړي او پر امریکا او نورو اهدافو به نوې حملې پلان کړي.

د امریکا دفاع وزیر لوید استېن د پنجشنبې په ورځ د کانګرس استماعیه غونډې ته وویل، په احتمالي ډول به القاعده په دوو کلونو کې داسې وړتیا پيدا کړای شي.

د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارک میلي په دې غونډه کې ویلي، له افغانستانه د ځواکونو د وتلو له مهالوېش سره موافق دی او په خبره‌یې اوس ګواښ په متوسط حالت کې دی.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر

په ورته وخت کې بیا ښاغلي میلي زیاته کړې چې د افغانستان د حکومت د سقوط او یا هم د افغان امنیتي ځواکونو د لغوه کېدو په صورت کې به خطر ډېر شي.

د امریکا د دفاع وزیر لوید استېن د خبرو په یوه برخه کې یو ځل بیا وویل چې افغانستان کې د دوی پوځي مأموریت بشپړ شوی دی.

ښاغلی استېن زیاتوي: "په دې اوونۍ کې مو فرصت پيدا کړ چې بروکسل کې د ناټو له متحدانو سره خبرې شریکې کړو. زه د نوې لارې په برخه کې چې مخته‌یې لرو، د دوی ملاتړ هیله‌من کړم. هغه مأموریت بشپړ شوی چې زموږ ځواکونه‌یې د اجرا کېدو لپاره ۲۰ کاله مخکې افغانستان ته لېږل شوي وو، اوس له افغان شریکانو سره نوي مشارکت ته دننه کېږو. دا کار دې ته زمینه برابروي چې دوی د خپلو اتباعو لپاره مسؤلیت ادا کړي."

د امریکا دفاع وزیر لوید استېن او د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارک میلي
د امریکا دفاع وزیر لوید استېن او د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارک میلي

له افغانستانه د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو وتل د تېرې مې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل او ټاکل شوې دا لړۍ د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې بشپړه شي.

له دې سره هم‌مهاله جګړو هم زور اخیستی او وروستیو اوونیو کې طالبان د لږترلږ ۱۰ ولسوالیو مرکزونو ته ننوتل.

په دې ترڅ کې د القاعده شبکې د بیا فعاله کېدو په اړه اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي چې ملګرو ملتونو تېره جنوري میاشت کې وویل، افغانستان کې د القاعده شبکې نږدې ۵۰۰ جنګیالي فعاله دي.

په دې اړه د دغه سازمان په راپور کې ویل شوي و چې طالبانو له دې شبکې سره نږدې اړیکې ساتلې دي.

له دې سره هم‌مهاله د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، که دوی افغانستان کې پوځي حضور هم ونه‌لري، دا وړتیا به لري چې دغه هېواد کې د القاعده بیا فعاله کېدل تر څار لاندې ولري.

د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

له نړیوالو ترهګرو سره مبارزه او له هغوی سره د اړیکو شلول د طالبانو هغه ژمنه ده چې د دوحې په تړون کې یې امریکا ته ورکړې ده.

ځینو امریکایي چارواکو له دې وړاندې طالبان د دوحې هوکړې په ماتولو تورن کړي، خو طالبانو دا تورونه رد کړي او ویلې یې دي، له القاعده سره هم هېڅ ډول اړیکې نه‌لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG