د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

میل انلاین: "هغه افغانان به هېر نه‌شي چې امریکايي پوځیانو سره یې کار کړی"


ارشیف، یو تن افغان ژباړونکی
ارشیف، یو تن افغان ژباړونکی

څو لوېدیځو ورځپاڼو له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټن څرګندونې راخیستي دي.

  • دي هیل

دي هیل ورځپاڼې لیکلي چې د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن د استازو جرګې د تدارکاتو فرعي کمېټې ته ویلي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو بهیر تر ټاکل شوي مهالوېش چټک دی.

تردې وړاندې هم لوېدیځو رسنیو د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو په قول ویلي و چې ممکن ټول امریکايي پوځیان تر ټاکلي مهالویش څو میاشتې وړاندې د جولای تر نیمايي پورې ووځي.

د امریکا دفاع وزیر وویل چې وزارت یې ۷۱۵ میلیارد ډالره بودجه وړاندیز کړې او په دې پیسو کې له افغانستانه د تروریستي ډلو له لوري پر امریکا د بیا حملې د مخنیوي لپاره د پوځ د وړتیاوو له لوړولو سره مرسته هم شامله ده.

  • سټار اېنډ سټرایپس

سټار اېنډ سټرایپس ورځپاڼې هم د اسټن خبرې رااخیستي او د هغه له قوله یې لیکلي چې دوی د هغه څه لپاره چې افغانستان ته ځواکونه لېږلي وو، په افغانستان کې یې خپل ماموریت بشپړ کړی دی.

  • ډیفنس ون

خو ډیفنس ون خپرونې بیا تردې سرلیک لاندې چې په افغانستان کې یوازې جګړه پای ته مه رسوئ، بلکې هغه پرېکړه لیک ختم کړئ چې جګړې ته یې اجازه ورکړه.

دې خپرونې د امریکا د ولسمشر جو بایډن هغه څرګندونې خپرې کړي چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو د اعلان پر مهال یې وکړې او ویې ویل چې له افغانستانه امریکايي پوځیان باسي.

خپرونه لیکي:

په نیویارک او واشنګټن کې د دوه زره لومړي کال د سېپټمبر په ۱۱مه له تروریستي حملو درې ورځې وروسته کانګرس یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې پر اساس یې د امریکا پوځ ته واک ورکړ چې د ترورېزم پر ضد بې پایه جنګ پیل کړي. په دې توګه ولسمشر ته واک وسپارل شو چې د سېپټمبر د ۱۱مې د حملې عاملان او هر هغه څوک په نښه کړي چې مرسته یې ورسره کړې ده یا لاس ورسره لري.

ولسمشر بایډن وايي چې دوی دا هدفونه ترلاسه کړي، اسامه بن لادن وژل شوی او القاعده شبکه په افغانستان او عراق کې کمزورې شوې ده.

ډیفنس ون وايي، که داسې وي نو ایا د دې ماموریت جواز هم پای ته رسېدلی؟

  • مېل انلاین

د بریتانیا مېل انلاین ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې بریتانیا لسګونو هغو افغانانو ته پناه ورکوي چې په کابل کې یې د دغه هېواد په سفارت کې کار کړی دی.

د ورځپاڼې له لیکنې سره سم، داسې اندېښنه شته چې طالبان به پر دغو افغانانو غچ اخیستونکي بریدونه وکړي.

د سفارت ځايي کار کوونکو ویلي چې د خپلو کورنیو له غړیو سره بریتانیا ته د تلو لپاره غوښتنلیکونه ورکولی شي او دا پروسه له وړاندې څخه پیل شوې ده.

مېل انلاین لیکي:

دا پروګرام د هغو کسانو لپاره جوړ شوی چې طالبان او نورې یاغي ډلې ورته په دې خاطر چې له متحدو ځواکونو سره یې کار کړی، د کافرانو د دوستانو په سترګه ګوري.

د امریکا متحدو ایالاتونو هم ویلي، هغه افغانان به هېر نه شي چې په افغانستان کې یې له امریکايي پوځیانو سره کار کړی دی.

امریکا ویلي چې د دغو افغانانو د مهاجرت د وېزو کار به چټک کړي.

XS
SM
MD
LG