د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۵۷

کابل کې د کرونا له امله د یوه مړه شوي کس خپل خپلوانو ډاکتران وهلي ټکولي

د کابل په محمد علي جناح روغتون کې د بېړنۍ څانګې ماته شوې لوحه. وروسته له هغې چې د کرونا له امله یو کس مړ شو، خپل خپلوانو یې د روغتون پر کادري او عاجلې خونې برید وکړ، د دغه روغتون خدمه او ډاکتران‌یې ووهل او د روغتون ځیني طبي تجهیزات‌یې هم ویجاړ کړل.
د کابل په محمد علي جناح روغتون کې د بېړنۍ څانګې ماته شوې لوحه. وروسته له هغې چې د کرونا له امله یو کس مړ شو، خپل خپلوانو یې د روغتون پر کادري او عاجلې خونې برید وکړ، د دغه روغتون خدمه او ډاکتران‌یې ووهل او د روغتون ځیني طبي تجهیزات‌یې هم ویجاړ کړل.

د کابل په محمد علي جناح روغتون کې ځیني ډاکتران د کرونا ناروغۍ له امله د یوه مړه شوي کس د خپلوانو له لوري وهل ټکول شوي او ځیني طبي تجهیزات هم ویجاړ شوي دي.

رحیمه حیدري چې د کرونا له امله د یوه مړه شوي کس خپل خپلوانو وهلې ټکولې د کابل د علي جناح روغتون په بېړنۍ خونه کې ډاکتره ده.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل چې د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۳» دوه بجې وروسته له هغې چې د کرونا له امله یو کس مړ شو، خپل خپلوانو یې د روغتون پر کادري او عاجلې خونې برید وکړ، د دغه روغتون خدمه او ډاکتران‌یې ووهل او د روغتون ځیني طبي تجهیزات‌یې هم ویجاړ کړل.

اغلې حیدري زیاتوي: "تېره ورځ دوه بجې زموږ یو ناروغ مړ شو، له هغې وروسته د ناروغ پایوازانو زموږ ټول همکاران ووهل، د رېګراټور دستګاه او د سېرم پایه او ټول طبي تجهزات‌یې مات کړل، که څه هم ټول طبي امکانات و او خدمت‌یې هم شوی و، مرګ او ژوند د خدای په لاس کې دی."

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح په خپل فېس‌بوک پاڼه د علي جناح په روغتون کې د طبي وسایلو تخریب شویو تجهیزاتو د عکس له خپرېدو سره لیکلي: "هغه څه چې مات او توی شول، بیت‌المال و، هغه چې وهل شوي، هغه څوک و چې تر وروستي بریده‌یې د ناروغ خدمت وکړ، هېوادوالو دغه انصاف نه‌دی."

په تېرو دوو اوونیو کې په ټول هېواد کې د کرونا ویروس درېیمه څپه د پراخېدو په حال کې ده.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱،۳۱۰ تنه په ټول هېواد کې په 'کووېډ-۱۹' اخته شوي چې له‌منځه یې ۳۶ تنه له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

د افغانستان جمهو رئیس محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ ناوخته له کلکو محدودیتونو له وضع کېدو سره مخالفت وکړ.

ښاغلي غني په دغه پیغام کې ویلي، د کرونا درېیمه څپه د بزګرانو له لوري د فصلونو له اخیستلو سره هم‌مهاله راغلې، د شدید محدودیتونو وضع کول به د ډېری کورنیو روزي قطع کړي.

ښاغلی غني وايي: "د افغانستان حکومت غواړي چې د کرونا د درېیمې څپې د مدیریت لپاره ځیني اقدامات وکړي او ټولنیز محدودیتونه وضع کړي، خو دا چې درېیمه څپه په داسې وخت کې راغله چې زموږ د زیارکښو دهقانانو او باغوانانو حاصلات په رسېدو دي، همدا شان د ولس لویه برخه روزانه نفقه پیدا کوي، د ډېرو شدیدو بندیزونو وضع کول، ولس له ستونزو سره مخ کوي، زموږ هڅه دا ده چې د ولس د عامه ژوند د جریان ترڅنک د کرونا منفي تأثير او زیانونه د امکان تره برید ټیټ وساتو."

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو د جون تر وروستیو ۸۰ ملیونه دوزه جوړ کړي واکسین اړمنو هېوادونو ته د مرستې په ډول ورکوي.

په افغانستان کې د امریکا سفارت سرپرست راس وېلسن په خپل ټویټرپاڼه لیکلي، هېواد یې له افغانستان سره د تلپاتې ګډون ته ژمن دی، په ځانګړې توګه د کرونا درېیمې څپې چې ټوله‌ییزه شوې ده، له دې هېواد سره د کرونا واکسین مرسته کوي.

د سپینې ماڼۍ په راپور کې راغلي، له اسیاسي هېوادونو، افغانستان، هند، پاکستان، بنګله‌دېش، نیپال او ځینو نورو سره‌یې د ۷ ملیون دوزه واکسین مرسته کړې.

ولسمشر غني همدا شان ویلي، هڅه کوي چې د چین په ګډون له هغو هېوادونو سره چې د کرونا واکسین‌یې جوړ کړی، د اړتیا په صورت کې به له ملي بودجې واکسین واخلي.

په ورته وخت کې د کرونا له پيل تر اوسه په ټول افغانستان کې ۷۷،۹۶۳ تنه په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې ۳،۱۰۴ تنه مړه شوي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG