د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

اشرف غني: حکومت به د کرونا د درېیمې څپې مدیریت لپاره ټولې هڅې وکړي


ارشیف، د کابل افغان جاپان روغتون کې ډاکتران
ارشیف، د کابل افغان جاپان روغتون کې ډاکتران

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، حکومت به‌یې د کرونا د درېیمې څپې د مدیریت لپاره ټولې هڅې په کار واچوي.

ښاغلي غني پرون ماښام یوه وېډیویي پيغام کې وویل چې د خلکو له همکارۍ پرته د ویروس قابو کول امکان نه‌لري.

ښاغلی غني زیاتوي: "د کرونا لومړۍ او دوهمه څپه که له یوې خوا زموږ لپاره یوه ننګونه وه، له بلې خوا یې دا مرسته وکړله چې درېیمې څپې سره د مبارزې او د منفي پایلو د مدیریت په برخه کې له پخوانیو تجربو ګټه واخلو او نسبتاً ښه امادګي ورته ولرو."

ولسمشر وویل، دا چې هېواد کې د کرنیزو حاصلاتو وخت دی، نه‌شي کولای شدید ټولنیز بندیزونه ولګوي، خو له خلکو یې وغوښتل چې د ډاکترانو سپارښتنې ومني او ټولنیز واټنونه مراعات کړي.

د هېواد په کچه د کرونا درملنې ته د روغتونونو مجهزول او دې چاره کې د ډاکترانو د ستونزو هواری هغه څه دي چې ولسمشر یې ولس ته ډاډ ورکړ.

افغانستان کې د کرونا درېیمه څپه ګړندۍ شوې او همدا پرون هم په رسمي ډول د دې وبا څه باندې یو نیم زر پېښې ثبت شوې.

XS
SM
MD
LG