د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

جو بایدڼ: خپل د کرونا ضد واکسین مرستې ۷۵ سلنه کواکس ته ورکوو


د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایدڼ اعلان وکړ چې واشنګټن به د هغو واکسین ۷۵ سلنه کواکس ته ورکړي چې هېوادونو ته‌یې د مرستې په هدف لېږي.

سپینې ماڼۍ له دې وړاندې ویلي و چې متحده ایالات به د جون میاشتې تر وروستیو پورې له نړۍ سره د کرونا ضد ۸۰ ملیونه دوزه واکسین شریک کړي.

د امریکا حکومت د پنجشنبې په ورځ وویل، د دغو دوزونو ۲۵ سلنه به د بېړنیو پېښو او له متحدانو سره د مرستې په خاطر زېرمه شي.

بایډن وویل، دوی د دې دوزونو مرسته د ګټې یا امتیاز ترلاسه کولو په خاطر نه، بلکې د خلکو د ژوند د ژغورلو او د وبا د ختمولو لپاره کوي.

سپینې ماڼۍ ویلي، په لومړي پړاو کې به د واکسینونو نړیوالې ټولنې کواکس ته ۱۹ ملیونه دوزه واکسین ورکړي چې دې ډله کې ۶ ملیونه جنوبي او مرکزي امریکا، ۷ ملیونه اسیا او ۵ ملیونه افریقا ته ځانګړي شوي دي.

XS
SM
MD
LG