د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

پکتیا کې د کرونایي ناروغانو درملنې لپاره نوی ۱۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو


پکتیا کې د کرونايي ناروغانو لپاره نوی سل بستریز روغتون
پکتیا کې د کرونايي ناروغانو لپاره نوی سل بستریز روغتون

په پکتیا کې د کرونایي ناروغانو د درملنې لپاره نن یو نوی ۱۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو.

د والي ویاند عبدالرحمان منګل ازادي راډیو ته وویل چې د دې روغتون د جوړېدو چارې کال وړاندې پيل شوې وې.

ښاغلی منګل زیاتوي: "په پکتیا ولایت کې د ۷۸ ملیونه افغانیو په لګښت د کرونا ۱۰۰ بستریز روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، دا روغتون د جمهوري ریاست د عملیاتي ادارې له‌خوا جوړ شوی، دا روغتون ۵۵ خونې او د کرونا ناروغانو د درملنې ټول امکانات لري."

دا روغتون داسې مهال فعالیت پيلوي چې افغانستان کې د کرونا درېیمه څپه ګړندۍ روانه ده.

XS
SM
MD
LG