د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۲۵

افغانستان کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۳۰ ناروغان مړه شوي

ارشیف، د کابل افغان جاپان روغتون کې د کرونا ویروس له امله یو مړ شوی کس
ارشیف، د کابل افغان جاپان روغتون کې د کرونا ویروس له امله یو مړ شوی کس

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، په تېره یوه شپه او ورځ کې ۳۰ کرونایي ناروغان مړه شوي دي.

دغه وزارت نن وویل چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې یو نیم زر کسان په کرونا اخته شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې افغانستان کې د کرونا پېښې څه باندې ۷۳ زره او ۲۰۰ ته رسېدلي او نږدې درې زره پرې مړه شوي دي.

خو د چارو کتونکي او ان خپله چارواکو ویلي چې نارسمي شمېرې له دې څو برابره زیاتې دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG