د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

د غزې په تړانګه کې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ اوربند نافذ شو


فلسطینیان نن نیمه شپه د اوربند د پیل له شېبې سره سم د غزې واټونو ته راووتل.
فلسطینیان نن نیمه شپه د اوربند د پیل له شېبې سره سم د غزې واټونو ته راووتل.

د غزې په تړانګه کې، د اسرائیلو او حماس ډلې ترمنځ هغه جګړه چې له تېرو ۱۱ ورځو راهیسې پیل شوې وه، په سیمه‌ییز وخت په ۲ بجو د مصر په منځګړیتوب د اوربند له انفاذ سره سم ودرېده.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د دې اوربند هرکلی وکړ او ویې‌ویل چې دا اوربند د متحده ایالاتو، مصر، فلسطینۍ ادارې او د منځني ختیځ د نورو هېوادونو د هغو پرله‌پسې هڅو نتیجه وه چې هدف‌یې د تېرو کلونو په څېر د کړکېچ د دوامداره کېدو مخنیوی و.

ښاغلي بایډن پرون د دې اوربند له نافذېدو لږه شېبه مخکې په یوه وینا کې د دې هڅو امتیاز مصر ته ورکړ چې په دې برخه کې یې منځګړیتوب کړی و.

بایډن د دې کړکېچ د حل لپاره د خپلې ادارې ډيپلوماتیکو هڅو ته د اشارې په ترڅ کې وویل، ده شپږ ځلې د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره خبرې وکړې او همداراز د فلسطینۍ ادارې له مشر محمود عباس سره‌یې هم تماس ونیو. بایډن زیاته کړه چې دی د اوربند اوسني فرصت ته، په منځني ختیځ کې د یوې دوامداره سولې هدف ته د رسېدو د یوې موقع په سترګه ګوري.

د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

بایډن وویل، دی باور لري چې فلسطینیان او اسرائیل په مساوي ډول حق لري چې په امن او سوله کې ژوند وکړي او د ازادۍ، سوکالۍ او ډیموکراسۍ له ورته امکاناتو ګټه واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وویل چې په راروانو څو ورځو کې به د اسرائیلو او فلسطین د بهرنیو چارو له وزیرانو او د سیمې له نورو مشرانو سره د کتنې لپاره منځني ختیځ ته سفر وکړي.

د اسرائیل امنیتي کابینې پرون پنجشنبه په یوه خوله د دوه اړخیز او بې‌قیدوشرطه اوربند لپاره د منځګړي مصر وړاندیز تأیید کړ. د حماس او اسلامي جهاد ډلو هم په جلا بیانونو کې دا اوربند ومانه.

د ډیپلوماتیکو سرچینو په حواله راپور ورکړل شوی چې مصر به دوه پلاوي، یو اسرائیل او بل د فلسطینیانو قلمرو ته واستوي څو پر اوبند څارنه وکړي.

فلسطینیان نن نیمه شپه د اوربند د پیل له شېبې سره سم د غزې واټونو ته راووتل. د حماس ډلې د سیاسي بیورو غړي خلیل الحیا په غزې ښار کې زرګونه کسانو ته په وینا کې په دې جګړه کې د بریا ادعا وکړه.

غزې تړانګه کې یو شمېر فلسطینیان د اوربند د لمانځلو پر مهال
غزې تړانګه کې یو شمېر فلسطینیان د اوربند د لمانځلو پر مهال

هغه همداراز د اسرائیلو په هوايي حملو کې د ورانو شویو کورونو د جوړولو ژمنه هم وکړه.

د اسرائیلو او فلسطیني وسله‌والو ترمنځ جګړه د روانې مې میاشتې په ۱۰مه د بیت‌المقدس په اشغال شوې ختیځه سیمه کې له کړکېچ وروسته پیل شوه.

د تېرو ۱۱ ورځو په جګړو کې د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا ۲۳۲ فلسطینیان چې زیات شمېر ښځې او ماشومان هم په‌کې وو، د اسرائیلي پوځ د سلګونه هوايي او توپچي حملو په نتیجه کې ووژل شول.

همداراز د اسرائیلي چارواکو په وینا د غزې له تړانګې پر اسرائیلو د حماس په راکټي حملو کې ۱۲ تنه اسرائیلیان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG