د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

د اختریز اوربند پای؛ پر کندز ښار د احتمالي حملې وېره او د افغان ځواکونو چمتووالی


ارشیف، کندز کې د طالبانو ضد د افغان ځواکونو عملیات
ارشیف، کندز کې د طالبانو ضد د افغان ځواکونو عملیات

وروسته له هغې چې د کندز اوسېدونکي وايي، پر دغه ښار د کومې حملې د احتمال له ډاره په خلکو کې وېره خپره ده، د کندز امنیه قوماندانۍ هم پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دغه ولایت کې ټول پوځي پرسونل په لومړۍ درجه احضاراتو کې دي او د خلکو د خوندیتوب لپاره هر ډول چمتووالی لري.

د افغانستان دفاع وزارت هم پرون کندز ولایت ته د تازه دمه کمانډو ځواکونو د استولو خبره وکړه.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل، دغه ځواکونه به د طالبانو د احتمالي حملې په وړاندې د خلکو ساتنه کوي.

ښاغلی امان زیاتوي: "د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه د خلکو د خوندیتوب لپاره هر ډول چمتووالی لري. په همدې هدف تازه دمه کمانډو ځواکونه په کندز کې ځای پر ځای شوي، د امنیت پر خلاف به د طالبانو هر ډول فعالیتونو او تحرکاتو ته سخت ځواب ورکړي."

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان
د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان

د دغه ولایت اوسېدونکي اندېښنه لري چې حتی د مرکز په څنډو کې د وسله‌والو تحرکات په وروستیو کې زیات شوي دي.

د کندز د مرکز اوسېدونکې زهرا کاکړ له ازادي راډیو سره په خبرو کې د خلکو د اندېښنو په اړه وویل: "ډېر وخت کېږي چې د کندز شااوخوا ته جګړه روانه ده او طالبان حضور لري. خلک په ازادانه ډول خپل کار او وظیفې ته نه‌شي تللی، د خپلو خپلوانو خبر نه‌شي اخیستلی. له نږدې ساحو هم د ډزو غږونه راځي. دې حالت ټول خلک اندېښمن کړي دي."

د کندز بل اوسېدونکی احمدالله وايي، روان وضعیت د عامو خلکو پر رواني حالت ناوړه تأثیر کړی دی: "دې وضعیت پر خلکو بد اغېز کړی دی. د کندز د مرکز په ۵۰۰ مترۍ او یو کیلومترۍ کې طالبان اوسي. د ډزو غږونو پر خلکو په رواني او اقتصادي لحاظ بد اغېز کړی دی. دولت هم جدي اقدام نه‌کوي، له هرې خوا ړندې مرمۍ خوشې کوي چې پر عام ولس لګېږي."

احمد بلال، د کندز بل اوسېدونکی دی، د ده په وینا د کندز اوسېدونکو د کومې حملې له ډاره احتیاطي تدابیر سخت کړي دي.

بلال زیاتوي: "د افغانستان دفاع وزارت اعلان کړی چې کندز ته‌یې تازه دمه ځواکونه استولي، له دې کبله په خلکو کې وېره پیدا شوې ده. خلکو د احتیاط په توګه لومړني مواد چې خوراکي توکي دي، ذخیره کړي. ځینو کسانو زېرخانې خالي کړلې چې د خوندیتوب لپاره تدابیر ونیسي."

د کندز اوسېدونکي وايي، پر دغه ښار د کومې حملې د احتمال له ډاره په خلکو کې وېره خپره ده.

تر یو لړ پراخو حملو وروسته کندز ښار په ۱۳۹۴ او ۱۳۹۵ لمریزو کلونو کې دوه وارې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا د لنډ وخت لپاره نیول شوی و.

د کندز ښار پر مرکزي چوک د طالبانو بیرغ وروسته له هغې چې په ۲۰۱۵ کال کې د طالبانو په لاس سقوط شو.
د کندز ښار پر مرکزي چوک د طالبانو بیرغ وروسته له هغې چې په ۲۰۱۵ کال کې د طالبانو په لاس سقوط شو.

د کندز د امنیت په باب اندېښنې په داسې حال کې زیاتې شوي چې د طالبانو له‌خوا د کوچني اختر په درېیو ورځو کې اعلان شوی اوربند تېره شپه ۱۲:۰۰ بجې پای ته ورسېد.

د اختر په درېیو ورځو کې هم د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په خال خال حملو کې لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

ځینو فعالانو د 'اوربند تمدید کړئ' په نوم په ټولنیزو شبکو کې یو کمپاین پیل کړی او له طالبانو یې غوښتنه کړې چې اوربند دې وغځوي.

خو د طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي، دوامداره اوربند هغه وخت امکان لري چې په خبره‌یې سیاسي بحثونو کې پرمختګ او موافقې وشي.

XS
SM
MD
LG