د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

د مصالحې عالي شورا: له اختره وروسته د سولې د خبرو بیا پیل ته چمتوالی لرو


ارشیف، قطر کې یو شمېر طالب استازي
ارشیف، قطر کې یو شمېر طالب استازي

په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو له پرونۍ کتنې وروسته اوس د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د هېواد روانه کشاله د خبرو له لارې حل کېدونکې ده.

د دې شورا ویاند فریدون خوځون نن ازادي راډيو ته وویل، افغان مرکچي پلاوی د خبرو لپاره پوره چمتوالی لري.

خوځون زیاته کړه:" د افغانستان د روانې کشالې د حل لپاره د خبرو دوامداراه او مانا داره دوام دی، د افغانستان اسلامي جمهوریت کاملاً چمتو دی چې دا خبرې پرمخ یوسي او موږ په دې عقیده یو چې جګړه د حل لاره نه ده او بايد تمرکز په خبرو ډېر شي. "

د مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون
د مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون

دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو مرکچیان له يوه اوږده ځنډ ورسته تېره ورځ سره بيا ناست دي او د خبرو پر دوام یې ټینګار کړی دی.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وایي، دواړو لوریو ژمنه کړې چې له اختر وروسته به خبرې ګړندۍ کوي.

نعیم زیاته کړه: " په پرونۍ ناسته کې د هېواد د روانو حالاتو او بین الافغاني خبرو پر دوام خبرې وشوې، دواړو لورو وپتیله چې د اختر وروسته به خبرو ته دوام ورکوي. "

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او افغان دولت د مرکچي پلاوو ترمنځ خبرې وروسته له هغې ځنډنۍ شوې چې امريکا له افغانستانه د خپلو ټولو سرتیرو د وتلو موده د روان ميلادي کال د سېپټمبر تر ۱۱ مې نېټې وغځوله او طالبانو ورسره مخالفت وکړ او د دوحې تړون پر عملي کېدو يې ټینکار وکړ.

د امريکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د شوې هوکړې پر بنسټ بايد ټول بهرني ځواکونه په مې مياشت کې له افغانستانه وتلې وه.

په قطر کې د افغان مرکچي پلاوي غړې شریفه زرمتۍ هم وايي، هیله مندي شته چې له اختر وروسته طالبان د یوې هر اړخیزې طرحې سره د خبرو میز ته حاضره شي: " د اختر په ورځو کې چې مذاکره شوې ده، د جمهوریت ټیم پردې ټینګار درلود چې د اختر درې ورځنی اوربند باید دوام وکړي او مذاکرات هم باید په قوت سره دوام ومومي، څو د افغانستان روان وضیعت ته د د حل يوه لارې پیدا شي. "

په قطر کې د افغان مرکچي پلاوي غړې شریفه زرمتۍ
په قطر کې د افغان مرکچي پلاوي غړې شریفه زرمتۍ

د سولې بین الافغاني خبرې داسې مهال بېرته پیل شوي چې افغانستان کې د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو او افغان ځواکونو درې ورځنی اوربند نن شپه ۱۲ بجې پای ته رسېږي.

بېلابېلو افغان چارواکو او عامو کسانو د دغه اوربند د دوام غوښتنه وکړه، خو طالبان وایي، د اوربند دوام ته هېڅ هوډ نه لري.

د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ويلي، دوامداره اوربند هغه مهال امکان لري چې په خبره یې سیاسي بحثونو کې پرمختګ او هوکړې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو پر بنست د اختر په لومړۍ او دویمه ورځ په کابل، غزني، کندهار او کندز کې چاودنو لږ تر لږه ۲۳تنه ووژل او شااوخوا همدومره نور یې ټپیان کړل.

تر ټولو خونړۍ پېښه تېره ورځ د کابل د شکر درې ولسوالۍ په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهال وه چې پراخ غبرګونونه یې وپارول.

افغان چارواکو، سیاستوالو او طالبانو دغه پېښه چې د یوه مشهور ځایي ملا امام مفتي نعمان په ګډون یې ۱۲ تنه ووژل او ۲۰ نور یې ټپيان کړل غندلې ده او د پېښې مسووليت هم تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG