د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

افغانستان کې اختر او اوربند په چاودنو او د ۹ تنو په وژل کېدو پيل شو


ارشیف، کندهار کې یوه چاودنه
ارشیف، کندهار کې یوه چاودنه

په افغانستان کې د اختر او د درې ورځني اوربند پیل بې مرګ‌ژوبلې نه‌و، په کندهار ولایت کې د ماین په دوو چاودنو کې اووه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل: "نن سهار ۹:۳۰ دقیقې د پنجوايي ولسوالۍ په صالحان سیمه کې پر یو ټکسي موټر د ماین چاودنې له امله دوه ماشومان مړه او دوه ماشومان او یو تن بل ټپیان شول."

بل لور ته نن سهار په ۱۰:۱۵ دقیقې د میوند په بازار کې یو بل ماین وچاودېد چې له امله‌یې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه مړه شول.

په کندز کې هم چارواکي وايي چې دغلته د اختر په لومړۍ ورځ ښار کې یوې چاودنې لږ تر لږه ۲ تنه وژلي او د ماشومانو په ګډون‌یې ۱۴ نور ټپیان کړي.

تر دې دمه کومې وسله‌والې ډلې د دې چاودنو مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.

دا چاودنې په داسې حال کې کېږي چې طالبان او حکومت دواړو د اختر په درې ورځو کې اوربند اعلان کړی.

عام افغانان د درې ورځني اوربند هرکلی کوي او ورته خوښ دي، خو د دې اوربند د غځېدو غوښتونکي دي. د دې راپور تر چمتو کولو پورې له اوربند څخه د کوم څرګند سرغړاوي راپور نه‌دی ورکړل شوی.

د کابل ولایت اوسېدونکی نصرت‌الله وایي، له جګړې څخه ستړی شوی او د دایمي اوربند غوښتونکی دی.

دی زیاتوي: "ډېر د خوشحالۍ اختر دی، ټول خلک خوشحاله دي او د اوربند اختر دی، ټول خلک هیله لري چې هر اختر مو په همداسې اوربند او سوله کې تېر شي او له حکومت او طالبانو غواړو چې اوربند وغځوي."

دایمي اوربند نه‌یوازې د نصرت‌الله غوښتنه ده، بلکې جان اغا صالح چې د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی وایي چې دا اختر ورته ځانګړی دی ځکه اوربند دی او خلک په ارامۍ اختر لمانځي.

ښاغلی صالح وايي: "دا اختر له خوښیو ډک دی، ځکه امن او اوربند دی، مخکې چې به خلک د اختر لمانځه لپاره هم مسجدونو ته تلل، نو وېرېدل به چې کومه چاودنه ونه‌شي او دې اختر کې خلکو په ارامۍ خپل لمونځ ترسره کړ. غوښتنه مو له طالبانو او حکومت دا ده چې دایمي اوربند وکړي."

په ورته وخت کې یو شمېر خلک شته چې د اوربند سربېره‌یې تېرو شویو نا امنیو پر اختر سیوری کړی. له دې ډلې یو هم د پکتیا د ډنډ پټان اوسېدونکی قلم‌یار دی.

د کابل لوېدیځ کې د چاودنو له امله ټپي شوې ماشومه
د کابل لوېدیځ کې د چاودنو له امله ټپي شوې ماشومه

قلم‌یار وویل: "د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې خوشحالي نه‌شته، په ځانګړې توګه زموږ د خلکو په منځ کې، موږ د دوه کلونو راهیسې خوښۍ نه‌دي لیدلي، که اختر وي او یا هم عادي ورځې."

دا یوازې قلم‌یار نه‌دی چې د اختر خوښۍ یې تیاره شوې دي.

میرویس زاخېل چې د کندز ولایت اوسېدونکی دی هم وايي چې نا امنیو یې د اختر خوښۍ او ساعت تیرۍ له‌منځه وړې دي.

ښاغلي زاخېل زیاته کړه: "مخکې به خلکو په کلیو کې د اختر په شپو او ورځو کې بېلابېلې لوبې کولې، درې ورځې اختر به ۱۰، ۱۲ ورځو ته غځېده. خلکو به هګۍ جنګي، وزلوبې او اتڼونه کول، خو اوس هېڅوک د نا امنۍ له وجې له کوره نه‌وځي."

ګڼو هغو خلکو چې ازادي راډیو سره‌یې خبرې کړي ویلي، تېرو میاشتو او اوونیو کې ناامنیو، چاودنو او جګړو افغانان دومره ځپلي چې درې ورځنی اوربند یې ټپونه نه‌شي پټۍ کولای او نور د جګړې زغم نه‌لري.

دوی هیله لري چې دا درې ورځنی اوربند به‌یې هېواد کې د یو دایمي اوربند پیلامه شي.

XS
SM
MD
LG