د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

د کوچني اختر او د اوربند په لومړي ورځ افغانستان کې چاودنو ۱۱ ملکیان وژلي


ارشیف
ارشیف

نن جمعه په افغانستان کې د درې ورځني اوربند دوهمه ورځ ده. د اختر او اوربند په لومړۍ ورځ لږ تر لږ ۱۱ ملکي وګړي د ماینونو په چاودنو کې ووژل شول.

چارواکي وايي چې د کندهار په میوند او پنجوايي ولسوالیو کې دوو چاودنو د ماشومانو په ګډون ۷ ملکي وګړي ووژل او درې نور یې ټپیان کړل.

په کندز کې یوې چاودنې دوه ملکي وګړي ووژل او څوارلس نور یې ټپیان کړل او د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې په غزني کې د سړک د غاړې ماین چاودنې دوه ملکي وګړي ووژل.

د دې حملو مسوولیت هېڅ ډلې نه دی منلی.

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو ویاندویان له اوربنده د احتمالي سرغړونو په اړه تبصرې ته حاضر نه شول خو د هېواد د ډېری سیمو اوسېدونکو د اختر پرونۍ ورځ د امن په فضا کې ولمانځله.

سمیع الله صافی د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی وايي: "دا اختر د نورو اخترونو په څېر د ویر او د غم اختر نه و. بلکې په دې اختر کې خوشالۍ وې او خلک د یو بل کورونو ته تلل. ماشومانو لوبې کولې او غټانو بانډارونه کول. موږ له حکومت او طالبانو څخه غواړو چې دایمي اوربند وکړي او سولې ته لاره اواره کړي."

دولت خان احمدزی د بغلان ولایت د مرکز پلخمري اوسېدونکی وايي: "پر افغان چارواکو او طالبانو غږ کوم چې دا درې ورځنی اوربند دایمي اوربند کړي. دا کړېدلی ولس نور نو له جګړو څخه په عذاب دی. خدای دې په وطن کې دایمي سوله او آرامي راولي."

طالبانو د یکشنبې ورځې په ماښام د اوربند د اعلان پرمهال وویل، د دوی وسله والو ته امر شوی چې د دې درېیو ورځو په اوږدو کې په ټول هېواد کې تعرضي عملیات ودروي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

د افغانستان جمهوري ریاست هم له دې اعلان څو ساعته وروسته وویل، د هېواد امنیتي دفاعي ځواکونو ته لارښوونه شوې چې اوربند مراعات کړي.

د افغان حکومت چارواکو د دایمي اوربند غوښتنه کړې، خو طالبانو ویلي دي چې اوربند به تمدید نه کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم امریکا غږ ته ویلي چې طالبان به په بین الافغاني خبرو کې د نوي دولت پر جوړېدو له تفاهم وروسته دایمي اوربند ومني.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون ماښام پر ټویتر ولیکل، دی د دواړو خواوو له مشرانو غواړي چې سوله وکړي.

ښاغلي خلیلزاد د اختر د مبارکۍ په ترڅ کې ویلي چې باید د اختر په مناسبت یوه کلکه ژمنه وشي او خلکو ته ډاډ ورکړل شي چې د تېرو اختلافونو په اړوند له هر راز غچ اخیستنې به ډډه کېږي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG