د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

افغانستان کې د وروستیو پېښو په اړه د ولسي جرګې د غړو غبرګونونه په لانجې واوښتل


ارشیف، د افغانستان ولسي جرګه
ارشیف، د افغانستان ولسي جرګه

په افغانستان کې وروستیو درنو چاودنو او د جګړې تېزوالي د ولسي جرګې غړي هم اندېښمن کړي او د دوی غصه‌یې راپارولې ده.

نن دوشنبه «۱۴۰۰ کال د غويي ۲۰» د ولسي جرګې د عمومي غونډې د بحث مهم موضوعات په کابل او لوګر ولایتونو کې وروستي موټر بم بریدونه وو.

وکیلانو دغه بریدونه وغندل او دا یې د افغانستان د دښمنانو کار وباله.

د ولسي جرګې غړي عارف رحماني او نادر خان کټوازي وویل: "افغان حکومت باید د داسې خونړیو بریدونو مخه ونسي او نور چاته اجازه ورنه‌کړي چې بې‌ګناه افغانان په وینو ولړل شي، په ملي ماتم او غندلو باندې دا حالت نور نه‌سمېږي."

د افغانستان د ولسي جرګې غړی نادر خان کټوازی
د افغانستان د ولسي جرګې غړی نادر خان کټوازی

"په کابل کې وروستی برید چې د افغانستان د دښمنانو کار دی په کلکو ټکو غندم، دغه ډول بریدونه پرته له دې چې بې‌ګناه افغانان ووژني، بل هېڅ هدف نه‌لري."

خو وروسته بیا ځينو وکيلانو يو پر بل قومي او جاسوسي تورونه ولګول چې جرګه‌یې بې‌نظمه کړه.

د لوګر ولایت استازی شاپور حسن‌زی ادعا کوي چې په کابل کې وروستی موټر بم برید د ایران استخباراتو کړی او ځيني وکيلان‌یې ايران ته په جاسوسۍ تورن کړل، هغه تور چې د ولسي جرګې ځينو غړو له سخت غبرګون سره مخ شو.

ښاغلي حسن‌زي وویل: "موږ ته ټول افغانان یو دي، موږ ورته نسل‌کشي نه‌وايو، په کابل کې چې کوم انفجار شوی ایران کړی دی او دغه هېواد نه‌غواړي چې هېڅکله هم زموږ هېواد جوړ شي او دلته په ولسي جرګه کې د ایران جاسوسان ناست او دفاع‌یې هم کوي."

د نوموړي له دې څرګندونو وروسته غونډه بې‌نظمه شوه او ځینو وکیلانو ښاغلی حسن‌زی بې‌اتفاقۍ ته په لمن وهلو تورن کړ.

په ولسي جرګه ګې د کابل د خلکو استازي عبدالقیوم سجادي د ښاغلي حسن‌زي خبرو ته په غبرګون کې وویل، دا ډول څرګندونې قومي مسایلو ته لمن وهل دي.

ښاغلی سجادي وايي: "زموږ وطن نن د ترهګرو له‌خوا په بېلابېلو بهانو په وینو لړل شوی، موږ له ښاغلي شاپور څخه نن د تسلیت تمه درلوده، دلته چا د قومیت موضوع نه‌ده یاده کړې، موږ له نورو پښتنو وروڼو څخه تمه درلوده چې که یو پښتون راپورته کېږي او دلته یو شمېر کسان په جاسوسۍ تورنوي، نو باید مخه‌یې ونیسي، دا حالت موږ ځای ته نه‌شي رسولي، دا حالت د هېواد په خیر نه‌ده."

په ورته وخت کې د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني د وکیلانو ترمنځ دا شان اختلافات خطرناکه وبلل.

د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني
د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني

ښاغلی رحماني زیاتوي: "دا د ملت کور دی، دلته باید ژبني او قومي مسایلو ته لمن ونه‌وهل شي، وکیلانو ته دغه ډول خبرې کول لازم نه‌دي، افغانان په وینو کې لړل شوي او موږ دلته قومي مسایلو ته لمن وهو."

ولسي جرګې په افغانستان کې د وروستیو امنیتی پېښو او په دغه هېواد کې د جګړې او تاوتریخوالي د پراختیا په اړه د ځواب ویلو په هدف، نن ورځ د امنیتي بنسټونو چارواکي هم استجواب کړي وو، خو د امنیتي بنسټونو مسؤلان مجلس ته حاضر نه‌شول او پرېکړه وشوه چې بله ورځ بیا دوی راوغوښتل شي.

دغه ناندرۍ په داسې حال کې دي چې دوه ورځې وړاندې د کابل د ۱۳مې امنيتي حوزې اړوند برچي سیمه کې د یوه ښوونځي مخې ته موټر بم برید شاوخوا ۵۰ کسه ووژل او له ۱۰۰ زیات‌یې ټپیان کړل.

له دې وړاندې تېر اونۍ د لوګر ولایت مرکز پل علم کې په یو موټربم برید کې ۲۶ کسه ووژل شول او ۱۱۰ نور ټپیان شوو.

XS
SM
MD
LG