د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

پر اسټرازینیکا د اروپايي ټولنې دعوا: دې کمپنۍ پر شوي هوکړې عمل نه دی کړی


ارشیف، د اروپايي ټولنې بیرغ
ارشیف، د اروپايي ټولنې بیرغ

اروپایي ټولنې پر اسټرازینیکا کمپنۍ حقوقي دعوا کړې چې نه ده توانیدلې له دې ټولنې سره د کړي قرارداد له مخې د کرونا ضد واکسین ور ورسوي.

  • پر اسټرازینیکا کمپنۍ د اروپايي ټولنې دعوا

اروپایي کمېسیون د دغې حقوقي دعوا پروسه د اپریل په ۲۳مه پیل کړې او ویلي یې دي چې دغې بریتانوۍ او سویډڼۍ کمپنۍ د شوي قراراداد د ځینو مواردو درناوی نه دی کړی او هغه په داسې موقعیت کې نه ده چې د یوې باوري ستراتیژۍ پر اساس دا مسئله یقیني کړي چې په خپل وخت به د واکسینونو ټاکلي ډوزونه ور رسوي.

دا خبره د اروپایي ټولنې د دې اجرائیوي ارګان ویاند سټیفان دې کیرسماخیر پرون دوشنبې(د غويي ۶مه) وکړه او زیاته یې کړه: "غواړو دا یقین حاصل کړو چې د واکسین کافي ډوزونه چې اروپایان یې مستحق دي او په قرارداد کې یې ژمنه شوې ده، ورته په بېړه رسیږي."

د اسټرازینیکا واکسین
د اسټرازینیکا واکسین

د اروپایي کمېسیون ویاند دغه راز وویل، له اسټرازینیکا سره د شوي قرارداد له مخې دا کمپنۍ مکلفه ده چې کافي هڅې وکړي، څو تر جون میاشتې پورې درې سوه میلیونه ډوزه واکسین اروپایي ټولنې ته ورسوي.

دغې کمپنۍ د روان کال په لومړیو درې میاشتو کې یوازې ۳۰ میلیونه ډوزه واکسین چمتو کړي او ویلي یې دي چې کولای شي په دوهمه نیمایي کې یوازې اویا میلیونه ډوزه واکسین اروپایي ټولنې ته ورسوي.

اسټرازینیکا ویلي د اروپايي ټولنې دغه تور بې اساسه دی

دغه راز په پام کې وه چې اروپایي ټولنه له دې کمپنۍ څخه سل میلیونه ډوزه نور واکسین هم وپیري، خو اوس یې له دې کاره ډډه کړې ده.

  • د اسټرازینیکا غبرګون

اسټرازینیکا ویلي چې دغه حقوقي دعوا چې د بلجیم محکمې به یې فیصله کوي، بې اساسه ده او پر وړاندې به یې قوي دفاع وکړي.

اروپایي ټولنې په تېره بیا پر اسټرازینیکا له دې امله انتقاد کړی چې بریتانیا ته یې له قرارداد سره سم د واکسینونو ډوزونه رسولي او اروپایي ټولنې سره یې پر ځپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG