د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۵

هند د کرونا وبا په نړیوال مرکز بدل شوی


هند کې په کرونا اخته یو ناروغ
هند کې په کرونا اخته یو ناروغ

په هند کې د کرونا ویروس مثبې پېښې په بې ساري توګه زیاتې شوي دي.د یو اعشاریه درې میلیارډه وګړیو دا هېواد د اکسیجن له کمبود سره مخامخ دی، په روغتونونو کې اکسیجن او امکانات په خلاصېدو دي او د ډېرو ناروغانو پالنه په سمه توګه نه کېږي.

سیمه ییزې رسنۍ د روغتیایي وسایلو د غلا خبر ورکوي چې ځینې کورنۍ د مړو شوېو ناروغانو د اکسیجن سلنډر غلا کوي او خپلو ناروغانو ته یې ږدي.

رسمي شمېرې ښیي چې تر درې لکه ډېر کسان په ۲۴ ساعتونو کې په کرونا اخته شوي او تر دوه زره ډېر یې مړه شوي دي.

سیمه ییزې رسنۍ د روغتیایي وسایلو د غلا خبر ورکوي
سیمه ییزې رسنۍ د روغتیایي وسایلو د غلا خبر ورکوي

د سیمه يیزو رسنیو، رویټرز او فاننشل ټایمز د راپورونو له مخې د رسمي شمېرو پرتله د هند په څو لویو ښارونو کې په لوړه کچه د جسدونو د سوځولو او خاورو ته سپارلو راپورونه ورکړل شوي دي.

په ډیلي کې په درېیو کسانو کې چې معاینه یې شوې ده، د یوه نتیجه مثبت ختلې چې له دې څخه د مثبتو پېښو د شمېر اټکل کېدای شي.

په پلازمېنې نوي ډیلي کې وروسته له دې سخت ګرځبندیز ولګېد چې په یو شمېر نورو ښارونو کې هم بندیزونه پيل شول، څو د کرونا پېښې راکمې شي.

په ورته وخت کې د هند سیروم انسټیټیوټ چې اسټرازینیکا واکسین تولیدوي او پخوا یې اټکل کاوه چې تر جون پورې به تر سل میلیونه ډوزه واکسین د میاشتې تولیدوي، اوس ویلي چې دې هدف ته نه شي رسیدلی او تر جولای پورې له شپیتو تر اویا میلیونه ډوزه تولیدولی شي.

هند کې تر درې لکه ډېر کسان په ۲۴ ساعتونو کې په کرونا اخته شوي
هند کې تر درې لکه ډېر کسان په ۲۴ ساعتونو کې په کرونا اخته شوي

دا ځنډ به د واکسین ورکولو چارې ورو کړي، تر اوسه نژدې یو سل او دېرش میلیونه کسانو په هند کې د کرونا واکسین ترلاسه کړی دی.

بل لور ته د 'کووواکسین' په نوم د هند د خپل تولید چارواکي وایي چې دا واکسین اته اویا په سلو کې اغېزمن دی.

د فرانسې، بریتانیا او د امریکا د متحد ایالاتونو په ګډون یو شمېر هېوادونو هند ته د خلکو پر سفر او له هنده دغو هېوادو ته د سفر خبرداری ورکړی او بندیزونه یې لګولي دي.

XS
SM
MD
LG