د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

مودي: هندیان دې کرونا سره د مبارزې لپاره تروسه وسه هڅه وکړي


د اکسیجن د کمبود ستونزه په ځانګړي ډول په پلازمېنې نوي ډلي کې ډېره ده.
د اکسیجن د کمبود ستونزه په ځانګړي ډول په پلازمېنې نوي ډلي کې ډېره ده.

د هند صدراعظم له خپلو هېوادوالو غوښتي دي چې له کرونا وبا سره د مبارزې لپاره تروسه وسه هڅې وکړي.

ناریندرا مودي وویل، هېواد یې یو ځل بیا له سترې جګړې سره په مبارزه بوخت شوی دی.

ده په خپله ټلوېزیوني وینا کې تېره شپه دا هم وویل چې د کرونا وبا تر دوهمې څپې مخکې په هند کې وضعیت په ښه کېدو و، خو اوس ستونزه ستره شوې ده.

مودي په داسې وخت کې دا وینا وکړه چې په هند کې د اکسیجن د کمبود ستونزه په ځانګړي ډول په پلازمېنې نوي ډلي کې ډېره ده.

په هند کې تر ۱۵ میلیونه او شپږ لکه ډېر کسان په کرونا اخته شوي دي او تر یو لک او دوه اتیا زره ډېرو کسانو د دې اخېستونکي ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG