د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

کرونا؛ ارمنستان د اسټرازینیکا واکسین ۲۴۰۰۰ ډوزه ترلاسه کړل


د اسټرازینکا واکسین
د اسټرازینکا واکسین

ارمنستان د کوواکس پروګرام له لارې د کرونا ویروس ضد د واکسین، اسټرازینیکا ۲۴۰۰۰ ډوزه ترلاسه کړل.

ارمنستان د کرونا ویروس له درېیمې څپې سره لاس و ګرېوان دی چې د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون په حواله په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په کې یو لک او ۹۰زرو او په دې ویروس د مړو شمېر په کې ۳۴۰۰ ته رسېدلی دی.

اسټرازینیکا واکسین چې په څه باندې ۷۰ هېوادونو کې یې لګولو ته اجازه ورکړل شوې، د کواکس په نوم د پروګرام له لارې هېوادونو ته ورکول کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان، دغه راز د واکسین او خوندیتوب نړیوال اتحاد د کواکس پروګرام ملاتړ کوي.

په پام کې ده د دې پروګرام په مرسته د روان میلادي کال تر پایه بې وزلو هېوادونو ته د کرونا ویروس ۲ میلیارډه ډوزه واکسین برابر شي.

XS
SM
MD
LG