د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

اروپا کې د کرونا پېښو زیاتوالی او د واکسین ورو بهیر له نیوکو سره مخ شوی


 د روغتیا نړیوال سازمان وویل چې په اوسني ډول د کرونا واکسین د ورکولو ټکنۍ پروسه د نه منلو ده. 
د روغتیا نړیوال سازمان وویل چې په اوسني ډول د کرونا واکسین د ورکولو ټکنۍ پروسه د نه منلو ده. 

د روغتیا نړیوال سازمان په اروپايي هېوادونو کې د کرونا ضد واکسیناسیون پر ورو والي انتقاد وکړ او په دې لویه وچه کې یې د کرونا د پېښو پر زیاتوالي اندېښنه ښکاره کړه.

په اروپا کې د روغتیا د نړیوال سازمان رئیس هانس ګلوکې پرون پنجشنبه(د وري ۱۲مه) وویل چې په اوسني ډول د کرونا واکسین د ورکولو ټکنۍ پروسه د نه منلو ده.

ده په عین حال کې د کرونا ضد واکسین په تولید کې د زیاتوالي او په اروپا کې د واکسیناسیون پر وړاندې د خنډونو د لېرې کېدو غوښتنه وکړه.

د روغتیا د نړیوال سازمان له اټکل سره سم، راتلونکې میاشتې به د کرونا د پېښو د زیاتوالي له نظره د اروپا لپاره تر پخوا بدې وي.

د اروپا په نژدې ۹۰۰ میلیونه وګړو کې یوازې لس فیصدو تراوسه یو ډوز واکسین کړی
د اروپا په نژدې ۹۰۰ میلیونه وګړو کې یوازې لس فیصدو تراوسه یو ډوز واکسین کړی

پنځه اوونۍ وړاندې په اروپا کې هره اوونۍ په کرونا ویروس د اخته کېدونکو کسانو شمېر تر یو میلیون لږ و، خو اوس په اوونۍ کې تر یو میلیون او ۶ لکه اوښتی دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې، په اروپايي اتحادیه کې په کرونا د مړو شوېو کسانو شمېر یو میلیون کسانو ته په نژدې کېدو دی او په دې ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۵ میلیونو ته نژدې شوی دی.

په همدې منځ کې ځینو اروپايي هېوادونو د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره بندیزونه ډېر کړي دي.

فرانسې اعلان کړی چې د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د ۴ اوونیو لپاره محدودیتونه وضع کوي.

د اروپا په نژدې ۹۰۰ میلیونه وګړو کې یوازې لس فیصدو تراوسه یو ډوز واکسین کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان په راتلونکو رخصتیو کې، په تېره د مسحیانو د اختر د رخصتۍ په مناسبتونو کې د خلکو د یوځای کېدو له کبله د کرونا د لا خپرېدو اندېښنه لري.

اسټرازینیکا واکسین
اسټرازینیکا واکسین

د اسټرازینیکا واکسین له جوړونکو سره د اروپايي اتحادیې ورو خبرې سبب شوي چې د دې اتحادیې په غړیو هېوادونو کې د واکسین چارې ټکنۍ شي.

ځینو اروپايي هېوادونو په دې خاطر چې د اسټرازینیکا واکسین د څو تنو وینه غوټه کړه، د دغه واکسین ورکړه درولې ده.

له بلې خوا له فایزر او موډرنا شرکتونو سره د اروپايي اتحادیې قراردادونه د واکسین د تولید او وېش په برخو کې له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

XS
SM
MD
LG