د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

"افغان او پاکستاني پلاوو د افغانستان- پاکستان د اړیکو پر تنظیم هوکړه وکړه"


د افغانستان او پاکستان ګډ پلاوی
د افغانستان او پاکستان ګډ پلاوی

د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازی عمر داوودزی وایي، له پاکستاني پلاوي سره په خبرو کې په اصولو کې موافقه وشوه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې له سره تنظیم شي.

ښاغلي داوودزي دغه څرګندونې پرون دوشنبې (د غويي ۶مه) له ازادي راډیو سره وروسته تر دې وکړې چې کابل کې یې له خپل ساري د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره وکتل.

ښاغلی صادق چې د پاکستان د پوځي او استخباراتي چارواکو په ګډون د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و، دغه راز د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار په ګډون له یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم لیدنې کتنې ترسره کړي.

د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازی عمر داوودزی
د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازی عمر داوودزی

ښاغلی دواودزی وایي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو سره پاکستان هم دا درک کړې چې په یوه امن او ثبات لرونکي افغانستان کې یې ډېرې ګټې نغښتې دي.

د ښاغلي داوودزي په وینا هغه غونډه کې چې پر دوه اړخیزو امنیتي او دفاعي مسایلو راڅرخېده، د دواړو لورو ترمنځ د اختلاف وړ پر یو لړ موضوعاتو کې پرمختګ وشو، خو په دې هم موافقه وشوه چې اوس یې وخت دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې له سره تنظیم شي.

داوودزي زیاته کړه: "مهمه یې دا ده چې په یوه چهارچوب باندې مو په اصولو کې موافقه وکړه چې د دواړو ملکونو ترمنځ دوه اړخېزه رابطه د سر نه، د برابرۍ او یو د بل نه د نه ډار په بنیاد باندې تنظیم کړو."

د ښاغلي داوودزي په وینا دوه اړخېزې اړیکې باید داسې تنظیم شي چې پاکستان د افغانستان د دولت هېڅ یوه دښمن ته په خپله خاوره کې ځای ورنه کړي او افغانستان هم پاکستان ته ورته ډاډ ورکړي.

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د سېپټمبر ۱۱مه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو وروستۍ نېټه اعلان کړه، افغان ولسمشر اشرف غني تېره اوونۍ وویل، اوس هغه وخت را رسیدلی چې پاکستان او طالبان باید انتخاب وکړي.

اشرف غني تېره اوونۍ وویل، اوس هغه وخت را رسیدلی چې پاکستان او طالبان باید انتخاب وکړي.
اشرف غني تېره اوونۍ وویل، اوس هغه وخت را رسیدلی چې پاکستان او طالبان باید انتخاب وکړي.

نوموړي پاکستان ته په اشاره وویل، ایا دا هېواد غواړي چې د اسیا زړه کې د امن او اوربند لپاره د یوه نړیوال باوري شریک په توګه رول ولوبوي او که د یوه ګډوډونکي؟

که څه هم پاکستاني چارواکو د افغان ولسمشر د دغو څرګندونو پر وړاندې رسمي څرګندونې نه دي کړي، خو د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ترکیې له انادولیا خبري اژانس سره په وروستۍ مرکه کې ویلي چې هېواد یې د افغانستان په ناامنۍ کې په تېره بیا په اقتصادي او د سوداګرۍ برخو کې زښت زیات تاوان کړی او دې مسئلې ته پام اوس دوی داسې احساس کوي چې یو باثباته او سوله ییز افغانستان یې ډېرې ګټې خوندي کولای شي.

قریشي دغه راز وویل، که د سولې روانې هڅې چې پرې ډېره پانګوه شوې، یوه نتیجه ورکړي، نو به پر افغانستان سربېره یې ګټه ټولې سیمې ته ورسېږي.

شاه محمود قریشي ویلي پاکستان د افغانستان په ناامنۍ کې زښت زیات تاوان کړی
شاه محمود قریشي ویلي پاکستان د افغانستان په ناامنۍ کې زښت زیات تاوان کړی

د افغانستان پر وړاندې د پاکستان تېرو سیاستونو ته په پام چې افغان چارواکو او سیاستوالو تل پرې شک څرګند کړی ایا اسلام آباد به له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان پر وړاندې په رښتیا خپله پالیسي او له طالبانو سره په اړیکو له سره غور وکړي؟

یو ځل بیا ښاغلی داوودزی وايي: "په خبرو کې خو پاکستانی اړخ سمې خبرې کوي. اما عمل به وکتل شي چې کله بین المللي قواوې ووځي ایا دوی به له طالبانو سره هماغه پخوانۍ رابطه ساتي او که به ورسره نوې رابطه تنظیموي."

پاکستان چې د نویمې لسیزې په پای کې یې د طلبانو واکمني په رسمیت پېژندلې وه، د دې هېواد چارواکو ویلي چې له خپله اړخه یې پر طالبانو ډېر فشار راوستی او هغوی یې اړ کړي چې افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او یوه سوله ییز جوړ جاړي ته د رسېدو لپاره د سولې په پروسه کې برخه واخلي، خو دا په خپله طالبان دي چې څه ډول پرېکړې کوي.

XS
SM
MD
LG