د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

پاکستان: که امریکا په بېړه له افغانستانه ووځي ویجاړونکو ته به موقع ورکړي


افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتیري
افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتیري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، اسلام اباد له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د منظم او با مسولیته وتلو ملاتړ کوي.

د دغه وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدري وایي، د بهرنیو پوځیانو په بېړه وتل به ویجاړونکو یا ګډوډونکو کسانو ته د فعالیت موقع ورکړي.

نوموړي پرون جمعه (د وري ۲۰مه) په اسلام اباد کې د خپلې اونیزې خبري ناستې پر مهال وویل چې افغانستان تېر کال د سولې برخه کې ښه پرمختګونه کړي او په خبره یې دا باید وساتل شي او لا پیاوړي شي.

د پاکستان د د بهرنیو چارو وزارت ویاند حفیظ چوهدري
د پاکستان د د بهرنیو چارو وزارت ویاند حفیظ چوهدري

په اسلام اباد کې د ازادي راډيو د مشال څانګې خبریال طاهرخان د ښاغلي چوهدري د خبرو نور جزئیات داسې څرګند کړل: "زاهد حفیظ چودري ویلي دي چې سملاسي او له غوره پرته د خارجي پوځیانو وتل به هغو کسانو ته موقع په لاس ورکړي چې د ده په ټکو د سولې بهیر ته زیان رسول غواړي، د پاکستان د خارجه وزارت ویاند دا هم وویل چې پاکستان په مسولانه او تنظیم شوې بڼه د بهرنیو پوځیانو د وتلو ملاتړ کوي."

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د پاکستاني چارواکو نوی دریځ د دوی له پخواني هغه سره توپير لري.

د تېرې جنورۍ میاشتې په ۲۲مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي ویلي و، د امریکا ولسمشر جوبایډن باید له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو لړۍ روانه وساتي.

له افغانستانه تر راتلونکو شلو ورځو پورې د امریکایي ځواکونو وتل، هغه موضوع ده چې د طالبانو او امریکا د دوحې په هوکړه کې یې یادونه شوې ده.

که څه هم طالبان د امریکا له خوا د دغې ژمنې په عملي کولو ټینګار کوي، خو د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي تازه ویلي، دا مهلت ستونزمن دی او ژر به یې ولسمشر جوبایډن په اړه پریکړه وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي
د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي

اغلې ساکي زیاته کړه: "د ولسمشر د پرېکړې تر اعلان دمخه زه څه نه‌وایم. تمه لرم چې د مې تر لومړۍ دمخه‌یې په خپله له ولسمشره واورئ. هغه په ښکاره او دوامدار ډول ویلي چې د مې تر لومړۍ نېټې د ځواکونو ایستل عملاً ګران کار دی. دا ضرب‌الاجل پخوانۍ ادارې ټاکلی."

دوحه کې د طالبانو ویاند محمد نعیم تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، دوی له امریکایي چارواکو سره د دوحې تړون پر عملي کولو وخت نا وخت خبرې کوي.

نوموړي وویل چې د افغانستان د مسئلې هواری د همدې هوکړې په عملي کولو کې دی.

په ظاهره افغان حکومت هم د بهرنیو ځواکونو مسولانه وتل غواړي.

تېره اوونۍ ولسمشر محمد اشرف غني د یو شمېر ولایتونو له مشرانو سره یوه غونډه کې وویل، نړیوال متحدین یې باید د سولې د ټینګښت او د جګړې د پای ته رسولو ضمانتونه ورکړي.

XS
SM
MD
LG