د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۵

د هلمند ځايي چارواکي: وچکالي او د کوکنارو کښت ډېر شوی


ارشیف، افغانستان کې د کوکنارو کښتونه
ارشیف، افغانستان کې د کوکنارو کښتونه

سږ کال د لږو واورو او باران ورېدو له امله خلکو ته د وچکالۍ اندېښنې پيدا شوې دي. دغه ډول دا اندېښنې هم ورته پيدا شوي چې سږ کال به له وچکالۍ سره سره د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې کوکنار وکرل شي.

د هلمند ځايي چارواکي وايي چې په روان شمسي کال کې به وچکالي وي او د طالبانو تر نفوذ لاندې سيمو کې به د کوکنارو کښت هم ډېر وي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک ازادي راډيو ته وايي، هغه سيمې چې د دولت په واک کې دي هلته بزګرو ژمنه کړې چې کوکنار به نه‌کري او د دولت د ځينو امتیازاتو په بدل کې به حلال او قانوني کښت ته مخه کوي.

ښاغلی ځواک زیاتوي: "سږ کال بارانونه ډېر کم وو، دا امکان ډېر دی چې بزګر په ځينو سيمو کې د اوبو له کمښت سره مخ شي. هغه سيمې چې د دولت په واک کې دي په هغو سيمو کې بزګرو د حلال کښت ژمنه کړې او نه‌غواړي چې کوکنار وکري، خو هغه سيمې چې د دولت د وسله‌والو مخالفينو تر نفوذ لاندې دي امکان لري چې هلته کوکنار کرل شوي وي."

د هلمند ولایت مقام ویاند عمر ځواک
د هلمند ولایت مقام ویاند عمر ځواک

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څار بنسټ يا سيګار په تازه راپور کې راغلي چې د کوکنارو په کښت کې د کموالي لامل د بدیل کښت پروګرامونه نه‌دي، خو بیا هم د هلمند د زراعت ریاست وايي چې دوی سږ کال د ۳۴ زره جريبه ځمکو لپاره اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي.

د هلمند د زراعت رئيس زلمی الکو وايي، دوی هيله لري په روان شمسي کال کې به د کوکنارو په کښت کې د پام وړ کموالی راشي.

ښاغلی الکو وايي: ​"له بده مرغه چې سږ کال وچکالي احساس کېږي، خو موږ د پسرلي د فصل لپاره کافي اوبه لرو، خو د دوبي د فصل لپاره به لږ اوبه ولرو، سږ کال هم موږ هيله لرو چې د کوکنارو کښت به کم وي چې دا کموالی به په سلو کې له ۱۰ څخه تر ۱۲ پورې وي."

د هلمند د زراعت ریاست ادعا کوي چې پروسږکال هم په دې ولايت کې د کوکنارو کښت په سلو کې ۲۷ لږ شوی و، خو د احصائيې او معلوماتو ادارې د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې د هلمند د کوکنارو کښت په سلو کې ۲۷ ډېر شوی و.

د هلمند ولايتي شورا بیا وايي چې وچکالي د کوکنارو پر کښت چندان اغېز نه‌لري، ځکه چې د نشه‌يي موادو قاچاق کوونکي بزګر د ترياکو کښت ته هڅوي او په مالي برخه کې هم مرستې ورسره کوي.

د هلمند د ولايتي شورا رئيس عطاالله افغان وايي، امنيتي وضعيت ته په کتو سره په هلمند کې د کوکنارو کښت د پخوا په شان د ډېرېدو په حال کې دی.

ارشیف
ارشیف

ښاغلي افغان وویل: "په هلمند ولایت کې د کوکنارو کښت د پخوا په شان ډېر شوی دی. یو علت‌يې دا دی چې په هلمند کې خلکو لويې دښتې غصب کړي او په هغه کې يې ژورې څاګانې کېندلې دي، بیا يې سولري هېندارې ورباندې نصب کړي او د دې اوبو په مرسته کوکنار کري. بله مسئله دا ده چې لوی قاچاق کوونکي هم بزګر هڅوي چې کوکنار وکري، دا قاچاق کوونکي بزګرو ته پيسې هم ورکوي چې وهڅول شي او کوکنار وکري."

د احصائيې او معلوماتو ادارې د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې د افغانستان په ۲۲۳ زره او ۶۷۴ هکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي وو چې ۱۱۵ زره او ۵۷۸ هکټاره ځمکو يې په هلمند ولايت پورې اړه درلوده.

د دغه راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:06 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG