د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

کابل والي: د نشه يي توکو قاچاق کوونکو پر وړاندې د پولیسو کړنې کمزوري دي


په کابل کې د نشه يي توکو یو پلورونکی
په کابل کې د نشه يي توکو یو پلورونکی

د کابل والي د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت پر کارونو د نیوکي ترڅنګ وایي، یاد معینیت په کابل کې د نشه یي توکو د عمده پلورونکو په نیولو کې پاتې راغلی دی.

محمد یعقوب حیدري د هغو سیمو په اړه چې نشه یي توکي په کې خرڅېږي وویل: "د کورنیو چارو وزارت په دې برخې کې تر جدي نیوکو لاندې دی، موږ ټول پوهېږو چې په هودخېلو کې څه تیریږي، د نشه یي توکو عمده خرڅلاو په کې روان دی. کسان مشخص دي، خو پولیس یې نه نیسي، زه نه پوهېږم چې له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت په څه اخته دی؟"

ښاغلي حیدري ټېنګار وکړ چې د نشه یي توکو د خرڅلاو د مخنیوي په خاطر جدي اقداماتو ته اړتیا ده.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري
د کابل والي محمد یعقوب حیدري

د کابل والي، دا خبرې د یکشنبې (د کب ۲۴مه) په ورځ په یوه ناسته کې چې د اشنا ټلوېزیون له خوا د نشه یي توکو سره مبارزې په برخه کې د رسنیو د ونډې په نوم جوړه شوې وه وکړې.

په دې ناسته کې د روغتیا وزارت، له نشه یي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز، د کورنیو چارو وزارت او ځینو نورو بنسټونو مسولانو هم ګډون کړی و.

د امریکا غږ له نشه یي توکو سره د مبارزې پروژې مسوول رحیم ګل څاروان وایي، د دې ناستې موخه له نشه یي توکو سره د مبارزې برخه کې د بنسټونو د راپورونو خپرول، ستونزې او د هڅو بیانول دي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې برخې مسوولین وایي، پولیسو د نشه یي توکو قاچاق کوونکو او تولیدونکو پر وړاندې اغېزمنه مبارزه ترسره کړې ده.

آرشیف
آرشیف

د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ملکي مرستیال فاضل وسیط وایي:

"د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت په غوڅ، صمیمانه او متحدانه ډول تل هڅه کړې او هېڅکله یې ارام نه دی کړی بلکې دوی هر وخت هر ځای او هره ګړۍ هڅه کړې چې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي."

نوموړي د دې معینیت د لاسته راوړنو په اړه وویل، په تېر یوه کال کې نږدې ۳۷۰۲ عملیاتونه ترسره شوي چې په پایله کې یې ۴۳۷۷ کسان نیول شوي دي، د نشه یي توکو ۲۲ لابراتورونو، د الکولي مشروباتو ۱۷ کارخانې او د نشه یي توکو ۲۱ زېرمې له منځه وړل شوي دي.

دا په داسي حال کې ده چې د ملګرو ملتونو له نشه یي توکو سره د مبارزې برخې (UNODC) د ۲۰۲۰ میلادي کال سروې ښیي چې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د ۲۲۳ زره هکټاره ځمکه کوکنار کښت شوي دي .

XS
SM
MD
LG