د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

کورنيو چارو وزارت: سږ مخالفينو او قاچاق کوونکو ته ۶۰ ميليونه ډالره زيان اوښتی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ودانۍ
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ودانۍ

په افغانستان کې په ۱۳۹۹لمریز کال کې د کوکنارو کښت په سلو کې ۳۷ ډېر شوی او په دوه لکه او ۲۳ زره هکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي وو، خو افغان دولت و نه شوای کولای چې دې کال کې د تولید شوېو تارياکو اندازه معلومه کړي.

که څه هم افغان حکومت وکولای شوای چې تر زرو هکټارو لږ ځمکې د کوکنارو له کښته پاکې کړي، خو د کورنيو چارو وزارت وايي چې دوی د کوکنارو له کښت او تارياکو له تولید سره په مبارزه کې بريالي وو.

له نشه يي موادو سره د مبارزې ملکي معين فاضل وسيط وايي چې له نشه يي موادو سره ځانګړو پولیسو تر درې زره ډېر عمليات کړي چې په نتيجه کې يې د طالبانو او نشه يي موادو د شبکو پر وړاندې خنډ شوي او هغوی ته يې يو شپېته ميلیونه ۴۸۲ زره امريکايي ډالره زيان ور اړولی دی.

له نشه يي موادو سره د مبارزې ملکي معين فاضل وسيط
له نشه يي موادو سره د مبارزې ملکي معين فاضل وسيط

ښاغلي وسیط زیاته کړه: "په ۱۳۹۹ شمسې کال کې د نشه يي موادو پر ضد ۳۷۰۲ عملياتونه شوي چې په نتيجه کې يې ۴۳۷۷ مشکوک کسان نيول شوي، د نشه يي موادو د پروسس ۲۲ لابراتوارونه ويجاړ شوي، د الکولي مشروباتو ۱۷فابريکې ويجاړې شوي او د نشه يي موادو ۲۱ زېرمې تخريب شوي دي. دغه ډول ۵۶۵ مټريک ټنه نشه يي مواد هم نيول شوي دي."

ښاغلی وسيط وايي چې افغانستان کې جنګي او نشه يي موادو قاچاقي ډلو ته په کال کې د نشه يي موادو له لارې څلور سوه ميليونه امريکايي ډالره ګټه رسېږي، همدا عايد د دې سبب شوی چې په افغانستان کې جګړه اوږده شي.

د افغانستان د بیارغونې د څار امریکايي بنسټ يا سيګار تازه ويلي چې نشه يي مواد له هغو شپږو ګواښونو څخه ګڼل کېږي چې په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې به هم د افغانستان امنيت او ثبات لپاره لوی ګواښ وي.

د سیګار په راپور کې راغلي چې افغانستان کې د کوکنارو له کښت او نورو نشه يي موادو پر ضد مبارزه بريالۍ نه وه، خو د کورنيو چارو وزارت د کوکنارو د کښت او تاریاکو د تولید پرضد خپله مبارزه بريالۍ بولي او زياتوي چې افغانستان ته له ګاونډيو هېوادونو څخه د کېمياوي موادو قاچاق د دې لامل شوی چې په دې هېواد کې د هیروئينو او ښیښې قاچاق ډېر شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت بیا نشه يي موادو ته اسانه او ارزانه لاسرسی د معتادينو د ډېرېدو سبب بولي او زياتوي چې د هيروئینو، ښیښې او ټابلیټ کا په نوم نشه يي ګوليو نشه يان ورځ په ورځ ډېرېږي.

د عامې روغتيا سرپرست وزير وحيد مجروح وايي، که د افغانستان د معتادينو شمېر ته وګورو، نو د اعتياد له ستونزې سره مبارزه کول د افغان دولت له وسه وتلی کار دی.

د عامې روغتيا سرپرست وزير وحيد مجروح
د عامې روغتيا سرپرست وزير وحيد مجروح

مجروح زیاتوي: "له نژدې دوه نيم سوه روغتونونو څخه مو ۸۲ روغتونونه معتادينو ته ځانګړي کړي دي، دغه ډول مو له دېرشو څخه تر څلوېښت فيصده پورې روغتونونه د معتادينو د درملنې په برخه کې کار کوي، له شلو زرو بسترو څخه مو څلور زره بستره د معتادينو لپاره ځانګړي کړي دي. زه د يوه مسوول په توګه وايم چې موږ هېڅکله د دې ناورين سره د مبارزې ظرفيت نه لرو، يوازې د يوه معتاد د بستري کېدو ظرفیت لرو، دا درد په روغتون کې نه دوا کېږي، د دې ستونزې اساسي حل په ټولنه او خپله د معتاد په کورنۍ پورې تړلی دی."

په ورته وخت کې ملګرو ملتونو ويلې چې په ځوانانو کې نشه په چټکۍ سره ډېرېږي او د بې سرپناه معتادينو په اړه د افغانستان د عامې روغتیا يوه سروې ښيي چې له ۲۰۱۵ ميلادي کال راهيسې بیا تر اوسه پورې د معتادينو شمېر څو برابره ډېر شوی دی.

ددې راپور غږیزه بڼه هم د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:59 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG