د افغانستان د روغتیايي لابراتوارونو ځیني مالکان وايي، د دغه هېواد د هوايي چلند ملکي ادارې د شارجې، دوبۍ او ابوظبي د مسافرینو د کرونا ټسټونه یوه لابراتوار ته انحصاري کړي دي.
د دغو لابراتوارونو مسؤلان د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وري ۱۵» د ولسي جرګې د شکایتونو د اورېدو په کمېسیون کې راټول شوي وو او په دې اړهیې شکايت درلود.
له دې ډلې محمد هاشم وهاج وویل، په داسې حال کې چې د کرونا ویروس د ازمایښت لپاره ۳۰ لابراتوارونو د عامې روغتیا له وزارت نه د فعالیت جوازونه اخیستي، خو د هوايي چلند ملکي اداره یوازې د یوه لابراتوار ازمایښت تأییدوي.
ښاغلی وهاج زیاتوي: "د ملکي هوايي چلند مکتوب کې ليکل شوي شارجې، دوبۍ او ابوظبي ته دې د تلونکو د کرونا ازمایښت یوازې په سیټي لابراتوار کې ترسره شي او د نورو لابراتوارونو سند د منلو وړ نهدی."
په ورته وخت کې د ولسي جرګې شکایتونو د اورېدو کمېسیون ویلي دغه شکایتونه به وارزوي.
د دغه کمېسیون غړي شاهپور پوپل ازادي رادیو ته وویل، په دې چاره کې فساد شوی او دوی به راتلونکې اوونۍ مسؤل کارکوونکي وروبولي.
ښاغلی پوپل زیاتوي: "زموږ ارزونې دا ښيي چې په دې کار کې فساد شته او معامله پهکې کېږي او د مستحقو لابراتوارونو په برخه کې ظلم شوی دی."
ښاغلي پوپل وویل دعامې روغتيا وزارت مسؤلین به هم وروغواړي.
بلخوا د عامې روغتیا وزارت ویلي، کومو لابراتوارونو چې دغه جوازونهیې اخیستي د هوايي چلند له ملکي ادارې سره شریک شوي، خو کوم توافق چې د اماراتو مسافرو ته د هوايي چلند له ملکي ادارې سره شوی، د اماراتو د غوښتنې پر بنسټ دغه ازمایښتونه یوازې یو لابراتوار پورې انحصار شوي دي.
د هوايي چلند ملکي اداره وايي، دوبۍ ته د تلونکو مسافرو د کرونا ویروس ازمایښت باید، یوازې په دوو لابراتوارونو کې ترسره شي.
د دې ادارې ویاند محمد نعیم صالحي وویل، د دوبۍ د دولت په باور د نورو لابراتوارونو په ازمایښتونو کې درغلي او جعل کېږي، نو د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپارهیې دوه لابراتوارونه د باور وړ ګڼلي دي.
ښاغلی صالحي زیاتوي: "مخکې یې د هوايي چلند ادارې او دولت ته وړاندیز وکړ او ويېویل، د پي.سي.ار یو شمېر ټسټونه چې ځيني لابراتوارونهیې اجرا کوي، جعلي وي او منفي ټسټونه صادروي حال دا چې ټسټ بهیې مثبت وي. په همدې دلیل هغوی وویل، د دوو لابراتوارونو ټسټونه زموږ د منلو دي او ټسټونه دې کوي."
دښاغلي صالحي په خبره د اماراتو له مسافرو پرته نورو هیوادونو ته تلونکي کولي شي په بیلابیلو لابراتوارونو کې خپل د کرونا تسټونه وکړي.