د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳۱ وری ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۵۵

کرونا؛ افغانستان کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۱ مثبتې پېښې ثبت شوي


ارشیف، کابل کې د افغان جاپان روغتون چېرته چې په کرونا اخته ناروغانو درملنه کیږي

په افغانستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۸۱ مثبتې پېښې ثبت شوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند میروس عالیزي نن شنبه(د وري ۱۴مه) ازادي راډيو ته وویل، دغه موده کې د دې ویروس له امله هېڅ یو کس هم نه دی مړ شوی.

له دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۶ زره او ۶۷۶ ته رسېږي.

دغه ویروس تر دا مهاله په افغانستان کې شااوخوا ۲۵۰۰ کسان وژلي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر دا مهاله شااوخوا ۷۱ زره کسان د دې ویروس لپاره واکسین شوي.

XS
SM
MD
LG