د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

د امریکا استازو جرګې یو غړی: بایډن غواړي له افغانستانه د عسکرو د وتو نېټه وغځوي


ارشیف، په افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتېري
ارشیف، په افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتېري

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې پر بنسټ، له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو وتو ته یوه میاشت او یوه اوونۍ پاتې ده، خو ښکاري چې دا نېټه وغځېږي.

تازه د امریکا د استازو جرګې یو مخکښ غړي په همدې اړه څرګندونې کړي.

د دغې جرګې د وسله‌والو ځواکونو کمېټې مشر ادم سمېت وايي، د جو بایډن اداره غواړي چې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي عسکرو د وتو نېټه وغځوي.

ښاغلي سمېت دا هم ویلي چې لا په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه‌ده شوې، خو د مې تر اخره به د دې چارې بشپړول ډېر ستونزمن وي او امریکا په دې ارزونې هم بوخته ده چې په دې هېواد کې د ترهګرۍ ضد عسکرو پاتې کېدو په اړه څه ډول پرېکړه وکړي.

روېټرز خبري اژانس د ښاغلي سمېت له قوله لیکلي: "فکر کوم، عمومي فکر دا دی چې د مې لومړۍ نېټه له لوجیستیکي پلوه ډېره نږدې ده. موږ افغانستان کې ۳،۵۰۰ عسکر لرو او متحدان مو بیا نږدې ۷ زره عسکر لري."

د امریکا کانګرس
د امریکا کانګرس

په ښکاره د امریکا د استازو جرګې د وسله‌والو ځواکونو کمېټې مشر دا څرګندونې کابل ته د امریکا د دفاع وزیر جنرال لوید استین له سفر وروسته کوي.

پنټاګون کابل ته د متحده ایالاتو د دفا وزیر له سفر وړاندې ویلي و، جنرال لوید استین په سیمه کې د وضعیت څېړنه کوي.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن هم د مې تر اخره له افغانستانه د امریکايي عسکرو ویستل ستونزمن کار بللی دی.

خو پنټاګون وايي، که پرېکړه وشي چې امریکايي عسکر د مې تر اخره له افغانستان ووځي، دوی دا کار کولای شي.

د پنټاګون ویاند جان کربي پرون رسنیو ته وویل: "کله چې موږ په کابل کې وو، د دفاع وزیر استین وویل، که چېرې له افغاستان د پاتې عسکرو د ویستو پرېکړه وشي، دی ډاډه دی چې د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مک‌کنزي او په افغانستان کې د امریکايي عسکرو قوماندان جنرال سکاټ مېلر به دا چاره په منظمه، خوندي او اغېزمنه توګه مخ ته یوسي."

د امریکا دفاع وزارت، پنټاګون ویاند جان کربي
د امریکا دفاع وزارت، پنټاګون ویاند جان کربي

خو طالبان بیا په افغانستان کې د مې میاشتې له وروستۍ نېټې وروسته د امریکايي عسکرو له شتون سره مخالف دي.

په قطر کې د دې ډلې ویاند محمد نعیم وايي، د شخړې د حل لپاره د دوحې تړون عملي کېدل یو بنسټیز شرط دی.

خو د افغانستان حکومت بیا وايي، د خپلې خاورې او خلکو ساتنه د دوی یو تل‌پاتی او ملي مکلفیت دی.

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند رحمت‌الله اندړ زیاتوي: "په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو تر هوکړې وروسته، په افغانستان کې د بهرنیانو سرونه خوندي دي، خو افغانان لا هم وژل کېږي او جګړه پر افغانانو او امنیتي سرتېرو متمرکزه ده او دفاع هم تر ۹۶ سلنې د افغان ځواکونو پر غاړه ده. موږ ته د خپلې خاورې او خلکو ساتنه یو دایمي او ملي مکلفیت دی. که نړیواله ټولنه، متحده ایالات یا بل هر هېواد له موږ سره د ترورېزم په مقابل کې همکاري کوي، هرکلی یې کوو."

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ

په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د ویستو غوښتنه د افغانستان درې ګاونډیانو روسیې، ایران او چین هم کړې، خو پاکستان بیا دا خبره د دوحې په تړون پورې تړلې بللې او د دې تړون عملي کېدل‌یې غوښتي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تر هوکړې وروسته، نږدې ۱۲ زره امریکايي عسکرو افغانستان پرېښود او اوس‌مهال یې یوازې ۳،۵۰۰ سرتېري دلته مېشت دي.

XS
SM
MD
LG