د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۰۵

امرالله صالح د ګلبدين حکمتيار وروستۍ څرګندونې ټوکې وبللې


د افغان ولسمشر لومړى مرستيال امرالله صالح
د افغان ولسمشر لومړى مرستيال امرالله صالح

د افغانستان د جمهور رییس لومړي مرستيال امرالله صالح د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار هغه خبرو ته په غبرګون کې چې ويلي وو ارګ محاصره کوي وايي، کله چې حکمتيار بيرغ، اساسي قانون او نظام ته غاړه کېښوده بيا په ارګ کې مېلمه کړل شو.

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وروستیو څرګندونو ته د سیاسي ټوکو نوم ورکړی دی.

امرالله صالح د دوشنبې په ورځ پرخپله فیسبوکپاڼه د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار خبرو ته په غبرګون کې لیکلي، څلوېښت کاله وژنو، ترور، بغاوتونو کودتاه، دسیسو او توطیو نوموړی ( حکمتيار) تر ارګه ونه رساوه؛ هیڅ افغانستان ضد ادرس به نه وي چې هغه ورته مراجعه نه وي کړي، خو هغه بیا هم تر ارګه ونه رسېد؛ خو کله یې چې یې بیرغ، اساسي قانون او نظام ته غاړه کېښوده، په ارګ کې میلمه کړای شو.

ښاغلي صالح زیاته کړې، حکومت اړتیا نه لري چې د وسلو قاچاق وکړي بلکې په قانوني ډول خپل تسهیلات او تجهیزات بشپړوي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د یکشنبې په ورځ له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد سرتېرو د وتلو په ۳۲ مه کلیزه کې، حکومت ته د خپلو بندیانو نه خوشې کولو په غبرګون ګواښ وکړ او دغه شان یې حکومت یې د وسلو پر قاچاق تورن کړ.

د ولسمشر د لومړي مرستیال مطبوعاتي دفتر مسوول ضیا ورسجي د ښاغلي حکمتیار د دې خبرو په غبرګون ازادي راډیو ته وویل: "دوی سیاسي ټوکي کوي، د ارګ نیولو لپاره یې له هر قوې کار واخیست، حتی د افغانستان لویو دښمنانو ته یې پناه یوړه، خو له نیکه مرغه خپل ارمان ته و نه رسېدل."

ښاغلي حکمتیار د یکشنبې په ورځ په خپلو خبرو کې ده سره د سولې د شوې هوکړې پر بنسټ د بندیانو د خوشې کولو تر څنګ د یو شمېر نورو هوکړه شویو مواردو په عملي کېدو هم ټینګار وکړ.

ګلبدین حکمتيار
ګلبدین حکمتيار

هغه وویل: "ارګ ته وایو. ارګ مېشتي دې واوري چې تر ارګه ځو، ارګ مېشتو ته ښایوو که‌ زموږ ټول زندانیان ژر بې له کوم قید او شرطه ازاد نه‌شي او زموږ مامورین، مجاهدین او افسران د شوې هوکړې پر بنسټ مدغم نه‌شي او کډوال مو ښارونو کې ځای پر ځای نه‌شي، ارګ تر هغه محاصره کوو چې د مفسدینو واک پای ته ورسوو."

خو د حزب اسلامي سره د‌ سولې د هوکړې د پلي کولو کمېسیون د یکشنبې په ورځ د ښاغلي حکمتیار تر څرګندونو ورسته په یوې خبر پاڼه کې د دغه ګوند د بندیانو د خوشې کولو په اړه ویلي، په ۱۳۹۹کال کې د افغانستان له زندانونو د حزب اسلامي ۱۱۶۴ بندیان خوشې شوي او ۷۴ تنه کیفیتي بندیان چې په اعدام، حق العبد، داعش او نشه‌يي توکو سره د اړیکو په تړاو او اختطاف قضیو کې ښکېل دي پاتې دي.

د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړه، په ۱۳۹۵ کال کې لاسلیک شوه چې مهم ټکي یې د حزب اسلامي د سیاسي بندیانو ازادول، د حزب اسلامي د بېرته راستنېدونکو ته د سرپناه ځایونو برابرول، د حزب اسلامي د وژل شويو او معلولینو ثبتول او متقاعدینو حقوق یې اجرا کول او د دې ډلې د نظامي کدرونو جلب و جذب او په امنیتي ځواکونو کې جلبول یې د مهمو دندو څخه دي.

د ازادي راډيو له اړيګو سره سره د حزب اسلامي ګوند د ښاغلي صالح نوي څرګندونو غبرګون ونه ښود.

XS
SM
MD
LG