د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۸

واشنګټن پوسټ: د حکمتيار راتګ د افغانستان وضعيت نور هم ترینګلی کړی


واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ هم په اخري ګڼه کې د افغانستان سياسي وضعيت ته کتلي او کابل ته يې د ګلبدين حکمتيار راتګ ته اشاره کړې ده.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د مقالې په وينا، د حکمتيار بېرته راتګ د افغانستان وضعيت نور هم ترینګلی کړی دی.

واشنګټن پوسټ لیکي:

ويل کېږي له ۱۶ کلونو وروسته د حکومت له‎خوا د حکمتيار تود هرکلی به د طالبانو لپاره د سولې په خاطر يوه بېلګه شي.

خو د واشنګټن پوسټ په وينا، حکمتيار په بدل کې په خپلو ويناوو کې افغان ولسمشر تر انتقاد لاندې راوستلی او د خپلو وسلو له سپارلو يې ډډه کړې ده.

دا پوښتنه د کابل مېشتو په ذهنونو کې ده چې ايا د ده بېرته رابلل يوه لويه تېروتنه وه؟

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي چې د ۶۹ کلن حکمتيار انځورد يوه عالم کس دی خو نوم يې تر اوسه په کابل کې بېره او ترهه خپره کړې ده.

واشنګټن پوسټ په کورنۍ جګړه کې د حکمتيار رول ته په اشاره ليکي، بخښنه خو لا چېرته، حکمتيار بېرته له راتګه وروسته د پخوا په اړه يادونه لا نه‎ده کړې.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په خپله اخري ګڼه کې د طالبانو د زیاتو شویو حملو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده چې په‎کې يې د افغانستان په جنوب کې د ۲۵ پوليسو وژل کېدو ته اشاره کړې ده.

د ورځپاڼې په وينا، طالبانو په دې وروستيو کې د زابل ولایت په مرکز کلات کې پر حکومتي ودانيو راکټي حملې کړي دي او د همدې ولايت په شاه‎جوی ولسوالۍ کې يې پر درېيو نظامي پوستو حملې کړي چې په‎کې ۲۵ پولیس وژل شوي او شپږ نور يې ټپيان شوي دي.

ورځپاڼې د دې مقالې په یوه برخه کې ليکلي چې دا راپورونه هغه اندېښنې تائيدوي چې افغان امنيتي ځواکونه د طالبانو تر ناببره حملو لاندې راځي.

ورځپاڼې په کابل کې يوې جلا پيښې ته اشاره کړې چې په‎کې دوه ورځې مخکې وسله‎والو کسانو د يوې خيريه موسسې پر کارکوونکو حمله وکړه او په‎کې يوه جرمنۍ ښځه او یو افغان ګارد ووژل شول او يوه بله کارکوونکې چې د فنلنډ وه، وتښتول شوه.

نيویارک ټايمز ورځپاڼې هم په خپله اخري ګڼه کې د افغانستان د ناامنيو په اړه ليکلي دي او په ځانګړي توګه يې په زابل ولايت کې د طالبانو اخري حملې ته اشاره کړې ده.

نيویارک ټايمز د زابل د والي بسم‎الله افغانمل له قوله ليکي چې شاوخوا زرو طالب جنګياليو په شاه‎جوی ولسوالۍ کې د پوليسو پر پوستو حمله وکړه.

XS
SM
MD
LG