د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۵

د کابل د څرخي پله له زندانه د حزب‎اسلامي ۷۵ بندیان خوشې شول


د افغانستان له زندانونو څخه د حزب‎اسلامي د بندیانو د خوشې کېدو په درېیم پړاو کې د دغه حزب ۷۵ بندیان د څرخي پله له زندانه خوشې شول.

د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب‎اسلامي وايي، دغه بندیان د افغان حکومت او حزب‎اسلامي ترمنځ د سولې د توافق‎نامې له مخې له زندانه خوشې شول.

د حزب اسلامي یوه ویاند نادر افغان د څرخي پله له زندانه د دغو بندیانو د خوشې کېدو پر مهال ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې د حزب‎اسلامي د ۲۰۰ بندیانو د خوشې کېدو موافقه شوې، خو د ځینو ستونزو له امله دغه شمېر ۷۵ ته راټیټه شوه.

دی وايي:

"تاسې ته ښه معلومه ده چې د افغان حکومت او حزب‎اسلامي ترمنځ د توافق‎نامې له‎مخې باید په دوو میاشتو کې د حزب‎اسلامي ۲۰۰ بندیان خوشي شي، خو له بده مرغه په حکومت کې دننه ځینې ستونزې شته او ځینې کړۍ هم له زندانونو څخه د حزب‎اسلامي د بندیانو د خوشې کېدو خنډ کېږي، ځينې دفتري ستونزې هم شته چې له مخې دغه پروسه په سستۍ سره پر مخ ځي."

ښاغلی افغان وايي چې د حکومت دننه او بهر ځينې کړۍ شته چې د افغان حکومت او حزب‎اسلامي ترمنځ د سولې د توافق‎نامې د عملي کېدلو خنډ کېږي او هغوی نه غواړي چې د حزب‎اسلامي زندانیان له زندانه خوشې شي.

پخوا تر دې د روان کال د ثور په ۱۵مه په لومړی دوره کې د حزب‎اسلامي ۵۳ تنه بنديان او په دوهمه دوره کې د تېر لوی اختر څخه یو ورځ وړاندې ۱۶ تنه نور له بنده خوشې شوي وو.

حزب‎اسلامي وايي، د افغانستان په زندانونو کې د دوی ۲۵۰۰ کسان بنديان دي او باید خوشې شي.

بل‎خوا د دې حزب د بنديانو د خوشې کېدلو د کمېسیون غړی عتیق الله صافي ازادي راډيو ته وويل چې د پنجشنبې په ورځ د دې حزب یوازې ۶۴ تنه بنديان له زندانه خوشې شوي او لس تنه نور اوس هم بندیان دي.

د افغان حکومت او حزب‎اسلامي ترمنځ د سولې تفاهم‎ليک د تېر کال د ميزان په میاشت کې لاسلیک شو چې د حزب‎اسلامي د غړو په وینا د دې حزب د زندانيانو خوشې کېدل د دغې تفاهم‎ليک یوه برخه ده.

له دې وړاندې د دې حزب ځينو مسؤلینو نيوکه کړې وه چې د دواړو لورو ترمنځ د شوي تفاهم‎ليک پر بنسټ د حزب‎اسلامي بنديآن نه‎دي خوشې شوي.

بل‎خوا د افغانستان د سولې عالي شورا د دارلانشا د سياسي تفاهم‎ليک د برخې مسؤل نصرالله صفاري وايي، له خوشې شویو څخه تضمين اخېستل شوی چې بیا جنګ ته مخه نه‎کړي.

دی وايي:

"په دقت سره کار مخته ځي او باید تفکيک وکړو چې دغه کسان په رښتیا هم د حزب‎اسلامي پورې اړوند دي او کنه؟ تاسو ته معلومه ده چې دا پروسه په ډېرې سستۍ سره مخته ځي او لامل يې دا دی چې د دوی دوسیه په ډېر دقت سره کتل کېږي او هر هغه یو چې په لوی جرم مجرم وي، په دې پروسه کې نه داخلېږي، موږ د حزب‎اسلامي سیاسي او نظامي بنديآن چې پر هغوی حق العبد نه‎وي او کوم جنايي جرم يې نه‎وي ترسره کړی هغوی خوشې کېږي."

په ورته وخت کې یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي، د حزب‎اسلامي بنديانو خوشې کېدل د دې لامل کېږي چې د دولت نور وسله‎وال مخالفين وهڅوي چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي.

د دغه کارپوهانو له ډلې ناصر شفيق وايي، حزب‎اسلامي باید د دې کسان لپاره ښه زمينه برابره کړي، ترڅو دوی بیا جګړې ته مخه نه‎کړي او د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې برخه واخلي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG