د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

حکمتیار: د نظام اوسنی وېش اساسي قانون سره مطابقت نه لري


د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پر ټولو سیاسي ګوندونو غږ وکړ چې په هېواد کې د سولې راوستلو لپاره له دوې سره یوځای شي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، په هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسولو يوازينۍ لار د افغانانو په يو موټي کېدو کې نغښتې ده.

ښاغلي حکمتیار د جمعې په ورځ د کابل په غازي لوبغالي کې خپلو زرګونو پلویانو ته د دغو څرګندونو ترڅنګ د نظام پر اوسني ویش هم انتقادونه وکړل.

ښاغلي حکمتیار وویل هغه کسان چې وايي، طالبان ښه او بد نه لري او د اقتدار پر وېش ټینګار کوي په وینا يي چې دا د سولې خلاف شعارونه دي.

نوموړي زیاته کړه:

"هغو ته چې وايي، طالبان ښه او بد نه لري، ټول بد دي او که څوک طالب ته د ورور خطاب وکړي پرې غوسه کېږي، هغوی ته وایم دا د جنګ د دوام شعارونه دي، د سولې خلاف شعارونه دي، د سولې تقاضا داده چې موږ مخالفانو ته دا پیغام ولېږو چې سولې ته چمتو یو په خپل څنګ کې دي منم."

ښاغلي حکمتیار همدارنګه په خپلو څرګندونو کې وویل چې د نظام اوسنی ویش اساسي قانون سره مطابقت نه لري.

حکمتیار.
حکمتیار.

نوموړي زیاته کړه:

"باید د دولت ټولو مخالفینو ته ووایو چې نظام او حکومت به د ټول ولس او ټولو لوریو په خوښه جوړېږي، پر دې وېش باندې ټينګار مه کوی، دا وېش سپېڅلی وېش نه دی، نه د خدای له لوري وېش دی، نه د ولس له لوري او نه هم د اساسي قانون په مطابق وېش، دا د ښاغلي جان کري وېش دی، دې ته د یوه سپېڅلي وېش په سترګه مه ګورئ."

ښاغلي حکمتیار همدارنګه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې هم تېره ورځ وویل چې پر پارلماني نظام باور نه لري او د افغانستان د اوسنيو شرایطو لپاره یې مناسب نه ګڼي.

خو د حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله په دغه غونډه کې تېره ورځ وویل چې د ملي يووالي حکومت په ځانګړو شرايطو کې د خلکو د ارادې او رايې پربنسټ رامنځ ته شوى، نو د اساسي قانون او خلکو په وړاندې متعهد دي او د افغانستان خلک به نه ناهيلي کوي.

ښاغلي حکمتیار همدارنګه د جمعې ورځې په وینا کې پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې په هېواد کې د بهرنیانو د حضور پلمې ختمې او د حکومت سره روغې جوړې ته کېني.

په دغه غونډه کې د حکمتیار د زرګونو پلویانو ترڅنګ د اوسني او پخواني حکومت لوړ پوړو چارواکو او ملي شورا غړیو ګډون کړی و.

دغې غونډې ته په وینا کې د کورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد وویل چې د حکمتيار راتګ سره د سولې نوى باب پرانیستل شو.

تاج محمد جاهد.
تاج محمد جاهد.

نوموړي زیاته کړه:

"زه باوري یم چې د حکمتيار راتګ سره به په هېواد کې د سولې او ثبات يو نوى باب پرانېستل شي، باوري يم چې موږ به د هېواد له ملي دفاعي ځواکونو څخه دحکمتيار ملاتړ له ځانه سره ولرو."

افغان ولسمشر هم تېره ورځ ویلي کابل ته د ګلبدین حکمتیار له راتګ سره د سولې لپاره ستر ګام اخیستل شوی او دې لارې ته به د بشپړې سولې تر ټینګښت پورې دوام ورکړي.

د ملي وحدت حکومت او حزب اسلامي ترمینځ تېر کال د مېزان په میاشت کې د سولې تفاهم لیک لاسلیک کړی و چې اته میاشتې وروسته یې مشر ګلبدین حکمتیار د تېرې شنبې په ورځ په لغمان ولایت کې راڅرګند شو.

حکمتیار ته بیا د یکشنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې د دولتي چارواکو له خوا هر کلی وویل شو او د پنجشنې په ورځ غرمه مهال کابل ته راورسېد.

افغان کار پوه شامحمود میاخېل د ښاغلي حکمتیار وروستیو څرګندونو ته په اشارې وايي چې اوسنی نظام د وخت د اړتیاوو په اساس رامنځته شوی او باید د حکومت د ملاتړ لپاره کار وشي ترڅو راتلونکو انتخاباتو ته لاره هواره شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG