د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

حکمتیار: که حکومت د حزب اسلامي بندیان خوشې نه کړي ارګ به کلابند کړو


د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار
د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار خبرداری ورکوي، که یې حکومت بندیان خوشې نه کړي، ارګ به کلابند یا محاصره کړي.

حکمتیار نن د یکشنبې (د سلواغې ۲۶مه) په ورځ دا څرګندونې له افغانستانه د شوروي اتحاد سرتېرو د وتلو په ۳۲مه کلیزه کې کړي او زیاتوي، حکومت له دې ګوند سره د سولې شوې هوکړه تر پښو لاندې کړې او لا یې هم د‌ دوی بندیان نه دي خوشې کړي.

حکمتیار زیاتوي: "ارګ ته وایو. ارګ مېشتی دې واوري چې تر ارګه ځو، ارګ مېشتو ته ښایوو که‌ زموږ ټول زندانیان ژر بې له کوم قید او شرطه ازاد نه‌شي او زموږ مامورین، مجاهدین او افسران د شوې هوکړې پر بنسټ مدغم نه‌شي او کډوال مو ښارونو کې ځای پر ځای نه‌شي، ارګ تر هغه محاصره کوو چې د مفسدینو واک پای ته ورسوو. "

ارګ وایي، افغان امنیتي او دفاعي ځواک له‌ نظام څخه ساتنه کوي
ارګ وایي، افغان امنیتي او دفاعي ځواک له‌ نظام څخه ساتنه کوي

هغه زیاته کړه، د ګوند غړې یې اړ کیږي چې د حکومت سره هغه ډول چلند وکړي، کوم ډول یې د خلق ډیموکراټیک ګوند پر وړاندې وکړ، څو هغه په‌دې اړه نور ډېر توضیحات ور نه کړل.

ولسمشرۍ ماڼۍ‌ بیا د ګلبدین حکمتیار د څرګندونو په غبرګون کې وایي، هېڅ یو شخص او یا هم ډلې ته د دې حق نه ورکول کېږي چې په زور په ارګ کې واکمني وکړي.

هېڅ شخص یا هم ډلې ته به‌ اجازه نه ورکوو څو له قانوني پړاوونو پرته پر ارګ واکمن شي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال وايي: "دا نظام، د افغانانو نظام دی. د افغانانو په غوښتنه او ملاتړ راغلی او خلک ترې ملاتړ کوي. افغانانو له تېر ډېرې تجربې اخېستې. هېڅ يو شخص یا هم ډلې ته د ‌دې حق نه ورکول کېږي چې په زور ارګ ته ننوځي او یا هم په زور پر ارګ واکمن شي. امنيتي او دفاعي ځواکونه له دې نظامه ساتنه کوي او افغانان یې هم ملاتړي دي. "

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال

بل‌خوا د حزب اسلامي سره د‌ سولې د هوکړې د پلي کولو کمېسیون وایي، په ۱۳۹۹کال کې د افغانستان له زندانونو د حزب اسلامي ۱۱۶۴ بندیان خوشې شوي دي.

د دې کمېسیون اجرائیه کمېټې په یوه اعلامیه کې لیکلي، دوی هڅه کړې چې دا هوکړه په سم ډول پلي شي.

اعلامیه کې زیاته شوې، حکومت سره یوازې د حزب اسلامي۷۴ تنه کیفیتي بندیان چې په اعدام، حق العبد، داعش او نشه‌يي توکو سره د اړیکو په تړاو او اختطاف قضیو کې ښکېل دي پاتې دي.

اعلامیه زیاتوي، د هوکړې د موادو له مخې حکومت د دې بندیانو په خوشې کولو مکلف نه دی او له دې پرته د حزب اسلامي نور زندانیان د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سره نشته او نه ۱۳۹۵کال د تفاهم نامې د هوکړې وروسته نیول شوي بندیان د تفاهم نامې د موادو له مخې د خلاصولو وړ دي.

د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړه، په ۱۳۹۵ کال کې لاس‌لیک شوه چې مهم ټکي یې د حزب اسلامي د سیاسي بندیانو ازادول، د حزب اسلامي د بېرته راستنېدونکو ته د سرپناه ځایونو برابرول، د حزب اسلامي د وژل شوېو او معلولینو ثبتول او متقاعدینو حقوق یې اجرا کول او د دې ډلې د نظامي کدرونو جلب و جذب او په امنیتي ځواکونو کې جلبول یې د مهمو دندو څخه دي.

ازادي راډیو وغوښتل ګلبدین حکمتیار ته په میاشتني ډول د حکومت له‌خوا د ده لپاره د ساتونکیو او په نورو بڼو د ورکول کېدونکو پیسو او همدا ډول د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د دې ډلې د‌ غړیو د جذب په اړه کره ارقام په لاس راوړي، خو د ‌ملي امنیت شورا په دې اړه ځواب ورنه کړ.

XS
SM
MD
LG