د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

د افغانستان د ملي امنیت شورا: وسله‌وال طالبان د روانو ناخوالو مسؤل دي


ارشیف، کابل کې د یوې چاودنې سیمه
ارشیف، کابل کې د یوې چاودنې سیمه

که څه هم د افغانستان حکومت د سولې د بین‌الافغاني مذاکرو د ځنډ او خنډ عامل طالبان بولي، خو طالبان وايي د سولې مذاکرې لا هم په ټپه نه‌دي درېدلي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په افغانستان کې د روانو ناخوالو مسؤلیت پر وسله‌والو طالبانو واچاوه او وايي په هېواد کې د روانو بدمرغیو عاملان هغه کسان دي چې اوربند نه‌کوي، جګړه‌یې روانه ساتلې او د سولې مذاکرو ته خنډ جوړوي.

د افغانستان د روانو ناخوالو ختمولو په هدف په قطر کې د پیل شویو مذاکرو په بهیر کې راغلي ځنډ، حکومتي چارواکي نهیلي کړي دي.

حکومت وايي دغه مذاکرې د طالبانو د نه‌لېوالتیا له کبله له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوي، خو طالبان وايي په مذاکرو کې ځنډ راتلل عادي خبره ده.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ ازادي راډیو ته وویل، هغه کسان چې اوربند نه‌کوي، جګړه روانه ساتي او بین‌الافغاني مذاکرو ته خنډ او ځنډ جوړوي د روانو ناخوالو مسؤل دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ

ښاغلی اندړ زیاتوي: "د سولې پروسه قطع شوې نه ده، زموږ پلاوی په قطر کې دی. طالبان په سفرونو سر دي. حکومت او د افغانستان ملت له اوربنده رانیولې تر بل هر انعطاف پورې خپل صداقت ښوولی او بیا هم ژمنتیا شته، څوک چې اوربند نه‌کوي، جنګ جاري ساتي او په دې برسېره د بین‌الافغاني مذاکرې د ځنډ او خنډ لامل ګرځي، طبیعي ده چې د دې بدبختۍ مسؤلیت ور په غاړه دی."

د عامه او ستراتېژیکو اړیکو په چارو کې د جمهوري ریاست سلاکار او رئیس وحید عمر تېره شنبه په کابل کې یوه کنفرانس ته وویل: "طالبانو تر اوسه داسې کوم اقدام نه‌دی کړی چې سولې ته د دوی ژمنتیا ثابته کړي."

وحید عمر وویل، چې د سولې لپاره د ښه نیت ښوولو لپاره لومړی ګام په افغانستان کې اوربند ته غاړه ایښوول دي.

وسله‌والو طالبانو چې تر اوسه‌یې اورکم یا هم اوربند ته لېوالتیا نه‌ده ښوولې، یو هیئت‌یې ایران او بل هیئت روسیې ته سفر کړی دی.

د جواد ظریف او د ملا برادر لیدنه
د جواد ظریف او د ملا برادر لیدنه

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دوی هیئت پرون یکشنبه په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره د افغانستان پر وضعیت، سولې مذاکرو او د دوحې د موافقې د بشپړ عملي کېدلو په اړه خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي ظریف په حواله لیکلي چې په افغانستان کې یې د یوه ټول‌شموله حکومت د تشکیل ملاتړ کړی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست مسکو او تهران ته د طالبانو د دوو هیئتو سفر ته په اشاره وايي، طالبان د ټولو افغانانو د استازیتوب لپاره قانوني صلاحیت نه‌لري.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل: "طالبان د خپلې کوچنۍ ډلې استازيتوب کوي. د طالبانو ډله په هېڅ ځای او هېڅ عنوان د افغانستان يا افغانانو استازيتوب نه‌شي کولای؛ د دې کار لپاره نه قانوني صلاحيت لري، نه سياسي اعتبار او نه هم اخلاقي مقام."

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال

حکومتي چارواکو ویلي طالبان د دې پر ځای چې په قطر کې د مذاکرو دوهم پړاو ته دوام ورکړي، په سفرونو وتلي چې دې کار مذاکرې ټکنۍ کړې دي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري پرون ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې دغه مذاکرې بېرته پیل شي: "له ټولو ممکنو لارو به کار واخیستل شي او هڅه به وشي چې دا مذاکرې پیلاو په چټکۍ مخ ته لاړې شي چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د پام وړ نتیجې ولري."

خو ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي، په مذاکرو کې د خنډ راتلل د وخت اړتیا ګڼي: "د مذاکرو بهیر روان دی او موږ دا پروسه نه‌ده درولې. که د ځینو سلا مشورو لپاره لنډمهاله ځنډ راځي هغه د مذاکرو د بهیر د ملحوظاتو او اړتیاوو له مخې وي چې د مذاکرو د پیاوړتیا لپاره ښه او نور چمتووالی نیول شوی وي."

د افغان مرکچي پلاوي یو غړی محمد رسول طالب
د افغان مرکچي پلاوي یو غړی محمد رسول طالب

په همدې حال کې د دولت د مذاکراتي هیئت یوه غړي رسول طالب پرون یکشنبه په یوه انلاین غونډه کې وویل: "که طالبان په قطر کې بېرته مذاکرو ته ستانه نه‌شي، افغان دولت به پر کومه موافقه تر سلا کېدو مخکې خپل مذاکراتي ټیم بېرته هېواد ته وروغواړي."

که څه هم په پام کې وه، د دولت او طالبانو مذاکره کوونکي د جنورۍ میاشتې له پنځمې نېټې وروسته په خپلو کې د مذاکرو بل پړاو پیل کړي، خو حکومت وايي طالبان په یوه او بله پلمه مذاکرو ته نه‌کېني.

د دولت د مذاکراتي هیئت ځینو غړو ویلي، د طالبانو له‌خوا په مذاکرو کې د خنډ او ځنډ راوستلو یو علت دا دی چې طالبان غواړي د افغانستان د سولې پروسې په اړه د امریکا د نوي ولسمشر جو بایډن په تګلاره پوه شي.

XS
SM
MD
LG