د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

د بشري حقونو د څار سازمان: بوسنیا د کډوالو برخه کې لږ اقدامات کړي


بوسنیا کې د کډوالو لپاره د لیپآ پنډغالی
بوسنیا کې د کډوالو لپاره د لیپآ پنډغالی

د بشري حقونو د څار سازمان هېومن رایټس واچ پرون د جنوري په ۲۱مه په یوه بیان کې وویل چې د بوسنیا هرزګووینا چارواکو د کډوالو د بشري ناورین د حل په برخه کې ډېر لږ اقدامات کړي دي.

په ډسمبر میاشت کې وروسته له دې چې په دې هېواد کې د دېره کډوالو موقتي کمپ چې د لیپا په نوم یادېږي د اور د لګېدو په پېښه کې ویجاړ شو، د ۱۲۰۰ په شااوخوا کې کډوال بې سرپناه او بې اسرې پاتې شول.

د هیومن رایټس واچ په خبرپاڼه کې راغلي چې سلګونه کډوال او د سیاسي پناه غوښتونکي د بوسنیا هرزګووینا په شمال لویدیځ کې د کروویشیا سرحد ته نژدې له صفر په ټیته درجه یخنۍ کې په کېږدیو کې اوسېږي چې دا د بشر د استوګنې له لومړنیو شرایطو سره سمون نه لري، نو د دې هېواد حکومت باید سمدستي هغوی ته د استوګنې یو مناسب ژمنی ځای چمتو کړي.

هیومن رایټس واچ چې مرکز یې په نیویارک کې دی وايي، د اور د لګېدو په شپو ورځو کې کابو درې نیم سوه کډوال په خپل لګښت په سرایوو کې یوه کمپ ته ولېږدل شول په داسې حال کې چې پاتې شااوخوا اته نیم سوه کسانو یا په سوي کمپ کې دننه واړول او یا څېرمه ځنګله ته په سرپناه پسې ووتل.

سلګونه کډوال او د سیاسي پناه غوښتونکي د بوسنیا هرزګووینا په شمال لویدیځ کې د کروویشیا سرحد ته نژدې له صفر په ټیته درجه یخنۍ کې په کېږدیو کې اوسېږي
سلګونه کډوال او د سیاسي پناه غوښتونکي د بوسنیا هرزګووینا په شمال لویدیځ کې د کروویشیا سرحد ته نژدې له صفر په ټیته درجه یخنۍ کې په کېږدیو کې اوسېږي

چارواکو د کډوالو لپاره د لیپا کمپ په ساحه کې ۳۰ دېرش کېږدۍ درولې چې هره یوه د ۳۰ کسانو لپاره ځای لري، خو د ډنمارک د کډوالو شورا هیومن رایټس واچ ته ویلي دي چې ټولې خیمې د ژمي د سړې هوا د شرایطو لپاره مناسبې نه دي.

د بشري حقونو د څار د سازمان راپور یادونه کوي چې د لیپا کمپ په ساحه کې پر دېره ۸۵۰ کسانو سربېره ۹۰۰ نور کډوال او پناه غوښتونکي په اونا سانتا سیمه کې په هغو ودانیو کې د شپې تېرولو ته اړ ایستل شوي چې څوک نه په کې اوسېږي.

د بشري حقونو دا مدافع ډله د کرویشیا پولې ته نژدې په بیهاچ سیمه کې د بیرا په نوم د هغه پخواني کمپ د بیا پرانېستو سپارښتنه کوي چې تېره سېپټمبر میاشت کې د سیمې د خلکو د اعتراض له کبله تړل شوی و.

هیومن رایټس واچ وايي، دا تر ټولو ممکن انتخاب دی ځکه چې په دې کمپ کې د تودوخي وسایل، برېښنا، تشنابونه او د ځان مینځلو امکانات شته.

دې ډلې د اروپايي ټولنې له غړو غوښتي دي چې د بوسنیا پر حکومت فشار راوړي، څو دا بحران په تدبیر سره حل کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې هغه ۲۸،۵ میلیون یورو چې اروپايي ټولنې په ډسمبر او جنوري میاشتو کې له کډوالو سره د مرستې لپاره دې هېواد ته ځانګړي کړي دي، په سمو لارو ولګوي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG