د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۴۳

نړۍ

بوسنیا هرزګوېنا کې د پناه غوښتونکو پر وضعیت د اروپايي اتحادیې اندېښنه

بوسنیا هرزګوېنا کې پناه غوښتونکي
بوسنیا هرزګوېنا کې پناه غوښتونکي

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالېسۍ ویاند د بوسنیا هرزګوېنا په کمپونو کې د پناه غوښتونکو پر وضعیت اندېښنه ښکاره کړه، ویې‌ویل چې دا حالت د منلو نه‌دی او باید د پناه غوښتونکو ستونزه هواره شي.

د بوسنیا په کمپونو کې زرګونه پناه غوښتونکي مېشت دي، خو د تېر کال د ډسمبر په ۲۲مه په لیپا کمپ کې له اور لګېدو وروسته ۹۰۰ پناه غوښتونکي په منفي صفر درجه هوا او تر باران او واورو لاندې بې‌سرپناه پاتې دي.

د لیپا کمپ له سوځېدو وروسته بوسنیايي چارواکو ویلي چې پناه غوښتونکي به بل ځای ته ولېږدوي، خو د سیمې د اوسېدونکو د مخالفت له کبله دا پرېکړه لغوه شوه او حکومت د پناه غوښتونکو د مېشتولو لپاره پوځي خېمې ودرولې.

کابو ۹ زره پناه غوښتونکو اروپا ته د رسېدو په هیله په بوسنیا کې اړولي او اکثره د پاکستان، افغانستان او سوریې وګړي دي.

اروپايي اتحادیې د بوسنیا حکومت ته له پناه غوښتونکو سره د مرستې لپاره ۱۰۷ ملیونه ډالره ورکړي او ویلي یې دي چې د بوسنیا حکومت باید پر خپلو هغو ژمنو ودرېږي چې بشري حقونو، د اروپايي اتحادیې قوانینو او د پناه غوښتونکو د ستونزو حل کولو ته‌یې لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو راتلونکې اوونۍ فیلیپین ته ځي

مارکو روبیو
مارکو روبیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو راتلونکې اوونۍ فیلیپین ته ځي څو د جنوب خیتځي اسیا هېوادونو له چارواکو سره وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بیان له مخې، روبیو به د جنوب ختیځې اسیا د غړو هېوادونو د ټولنې له ناستې سربیره په دوو نورو ناستو کې ګډون وکړي.

تمه ده هغه به د دې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره هم وګوري.

د جنوب خیتځې اسیا یا (اسه ان)ه ېوادونو ناسته د جولای له ۲۱مې تر ۲۳مې د فیلپین په پلازمینه مانیلا کې ترسره کیږي.

د ایران او امریکا ترمنځ روانه شخړه د ناستې د اجنډا یوه مهمه برخه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روبیو د سفر موخه په سیمه کې د چین د نفوذ مخنیوی او په د ایران په مسله کې د امریکا د ښکلیتا سربیره جنوب خیتځې اسیا ته د امریکا پاملرنه یاده کړې ده.

سنټکام په سوریه کې د امریکا پر پوځي اډو د بریدونو ادعاوې رد کړي

سنټکام په سوریه کې د امریکا پر پوځي اډو د بریدونو ادعاوې رد کړي.

په منځني ختیځ کې د امریکا مرکزي قومندانۍ سنټکام د جمعې په ورځ (د جولای ۱۷مه) پر خپلې ایکس پاڼه لیکي،" په وروستیو ورځو کې په سیمه کې د امریکا پر هیڅ یوې پوځي اډې برید نه دی شوی او نه هم کوم امریکايي سرتیری وژل یا نیول شوی دی".

د ایران د سپاه پاسدارن ځواکونو ادعا کړې وه چې په سوریه کې يې د امریکا پر التنف پوځي اډې بریدونه کړي او یو شمیر امریکايي سرتیري يې وژلي دي.

دا ادعاوې په داسې حال کې دي چې په وروستیو شپږو ورځو کې په دوامداره توګه امریکا د ایران پر بیلابیلو ښارونو بریدونه کوي.

ایران بیا په منځني خیتځ کې هغه هېوادونه په نښه کوي چې د امریکا د پوځي اډو کوربه دي.

امریکايي ځواکونه وايي په ایران یې د تیرې شپې بریدونه پای ته ورسول

عربي سمندر کې امریکايي ځواکونه
عربي سمندر کې امریکايي ځواکونه

منځني ختیځ کې دامریکايي ځواکونو قومانداني ( سنتکام ) وايي په ایران د تیرې شپې نوي بریدونه یې پای ته رسولي دي.

د سنتکام اعلامیه وايي دغه بریدونه چې د تهران په وخت تیره شپه ۲۱:۳۰ پیل شول د جمعې په سهار۵:۱۰ پای ته ورسیدل.

اعلامیه زیاتوي چې ددغو عملیاتو په ترځ کې لسګونه اهداف لکه دافع هوا تجهیزات ، لوژیستیکي او پوځي زیربناوې او د ساحلي رادار تاسیسات له مینځه وړل شوي دي.

بلخوا ایراني رسنیو د وسله والو ځواکونو په حواله په سیمه کې امریکايي اډو باندې د ایران لخوا د نویو بریدونو خبر ورکړ.

ایراني رسنۍ رپوټ ورکوي چې د ایران اردو او سپاه پاسداران ځواکونو د عراق د کردستان په اربیل ، بحرین او په قطر کې د العدید په اډه بریدونه کړي دي.

قطر مخکې د ایران له لوري دیوه بل برید په وړاندې د خپل غبرګون د هڅو خبر ورکړی و.

ریاض  یو ځل بیا د سیمې په هیوادونو د ایران «غیرموجه» بریدونه وغندل

د کویټ دفاع وزیر عبدالله علی عبدالله الصباح ددغه هیواد په هوايي ډګر د ایران د یو هوايي برید څخه د رامینځ ته شوې اورلګیدنې لیدنه کوي.
د کویټ دفاع وزیر عبدالله علی عبدالله الصباح ددغه هیواد په هوايي ډګر د ایران د یو هوايي برید څخه د رامینځ ته شوې اورلګیدنې لیدنه کوي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د ایران هغه بریدونه چې د کوېټ، بحرین او اردن په ګډون پر عربي هېوادونو شوي، «غیرموجه» وبلل او په کلکو ټکو یې وغندل.

په اعلامیه کې ویل شوي چې ریاض د خپلو عربي ګاونډیو د هغو متقابلو اقداماتو ملاتړ کوي چې د ایران د «دښمنانه» کړنو پر وړاندې یې ترسره کوي، او ټینګار یې کړی چې سعودي عربستان د هغوی تر څنګ ولاړ دی.

د تېر کال د کب میاشتې په پیل کې، کله چې امریکا او اسرائیل په ګډه پر ایران برید وکړ، د ایران سپاه پاسداران ځواکونو په ځواب کې د فارس خلیج په عربي هېوادونو د بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.

خو د ایران بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې د غو بریدونو کې د عربي هېوادونو خلک او تاسیسات نه، بلکې امریکايي پوځي اډې په نښه شوي دي. اما سره له دې چې دغو بریدونو امریکايي اډو ته د پام وړ زیانونه اړولي، د عربي هېوادونو ملکي ساحې ، ودانۍ او نور تأسیسات یې هم څو ځله زیانمنې کړي دي.

د راپورونو له مخې، د ایران حکومت پر متحده عربي اماراتو تر اسرائیلو هم زیات بریدونه کړي دي.

تر اوسه دغو عربي هېوادونو یوازې د غندنې اعلامیې خپرې کړې دي او د ایران د بریدونو پر وړاندې یې ګډ پوځي غبرګون نه دی ښودلی. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د تیرې سې‌شنبې په ورځ هم ورته یوه اعلامیه خپره کړې وه.

په غزې تړانګې د اسراییلو په تازه بریدونو کې ۵ کسان وژل شوي

د غزې یوه ړنګه شوې برخه
د غزې یوه ړنګه شوې برخه

د فلسطین روغتیایي چارواکي وايي چې د پنجشنبې په ورځ په غزې تړانګه د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي دي.

ډاکترانو ویلي چې دوه تنه تفاح سیمې ته نږدې په هوايي بریدونو او یو بل کس زیتون سیمې ته نږدې د ټانک په مرمیو وژل شوي.

دوه نور کسان د غزې په لویدیځ کې د کډوالو په یوه کمپ او په خان یونس کې په یوه موټر باندې په برید سره وژل شوي.

د اسراییلو پوځ لا د دغو بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي.

امریکا د پنجشنبې په شپه یو وار بیا په ایران بریدونه کړي

د امریکا د مرکزي قومندانۍ له خوا لګېدلی هدف
د امریکا د مرکزي قومندانۍ له خوا لګېدلی هدف

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سنټکام خبر ورکړی چې د بندر عباس په شمول یې په څو سیمو کې د ایران د قوماندې مراکز، د هوایي دفاع سایټونه او په ساحلي څارځایونو کې د توغندیو او ډرون تاسیسات هدف ګرځولي.

امریکا وايي په ایران دا بریدونه په هرمز تنګي کې په کښتیو د ایران د بریدونو د وړتیا د کمزورولو په هدف کوي.

اخوا د ایران سپاه پاسداران ځواکونو هم ادعا کړې چې په اردن او کویټ کې یې د امریکا پوځي اډې تر توغندیزو او ډرون بریدونو لاندې راوستي.

لیونل مسي وایي ټیم یې تر پایه هڅې وکړې او د انګلستان ماتول ورته ډېر مهم و

د ارجنټاین لوبدلمشر لیونل مسي
د ارجنټاین لوبدلمشر لیونل مسي

د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې د انګلستان تر ماتولو وروسته لیونل مسي ویلي چې ټیم یې هېڅکله هڅه پرېنښوده او په پوره عزم یې تر پایه لوبه وکړه.

د ارجنټاین کپټان لیونل مسي که څه هم په خپله ګول ترسره نه کړای شو خو د انګلستان په وړاندې یې په لوبه کې د ټیم په انسجام او د ګولونو په پاس کې ډېره مرسته وکړه.

ارجنټاین که څه هم تر ۸۵ دقیقې یو – صفر شاته و خو په وروستیو څو دقیقو کې یې ټول لوبغاړي د انګلستان په لور ور ورغلل او وتوانېدل په اوه دقیقو کې دوه ګولونه ووهي.

په دې ترتیب ارجنټاین چې تېر وار هم د نړیوال جام اتلولي ګټلې یو وار بیا پایلوبې ته ووت.

پایلوبه کې به د یکشنبې په ورځ ارجنټاین له هسپانیې سره مخ کېږي.
هسپانیې هم پایلوبې ته د وتلو لپاره له فرانسې لوبه ګټلې.

اروپا کې بې‌سارې تودوخه؛ ټرانسپورت او برېښنا له جدي ستونزو سره مخ دي

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د اروپا اوسني تأسیسات د سختې ګرمۍ د څپو پر وړاندې چمتو نه‌دي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې د اروپا اوسني تأسیسات د سختې ګرمۍ د څپو پر وړاندې چمتو نه‌دي.

په اروپا کې بې‌سارې تودوخې سره سم د اورګاډي پټلۍ، سړکونه او د برېښنا شبکې له جدي ستونزو سره مخ شوې دي.

چارواکي د دې وضعیت د کنټرول او د تأسیساتو د ساتنې لپاره له بې‌پیلوټه الوتکو، د مصنوعي ځیرکتیا له (سنسرونو) او ان د سپین رنګ له کارولو څخه ګټه اخلي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د هوايي ډګر کارکوونکو د دې لپاره چې د ۳۰ درجې سانتي ګراد تودوخې له امله د ځغاست‌لیکې سطحه زیانمنه نه‌شي، پرې اوبه وشیندلې.

ناروې همدارنګه د تودوخې پر وړاندې د مقاوم قیر ازموینه هم کوي.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د اروپا اوسني تأسیسات د سختې ګرمۍ د څپو پر وړاندې چمتو نه‌دي.

د یوه راپور له مخې، سخت اقلیمي بدلونونه لکه سخته ګرمي، وچکالي او سېلابونه کولای شي تر ۲۰۳۰ کال پورې د یورو سیمې اقتصاد تر ۴.۷ سلنې پورې کمزوری کړي.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه خبرداری ورکوي چې د ایبولا ناروغۍ په چټکۍ د خپریدو په حال کې ده

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې (MSF) د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په کانګو ډیموکراټیک جمهوریت کې د ایبولا ناروغي تر هغو هڅو ډېره په چټکۍ خپرېږي چې د مخنیوي لپاره یې ترسره کېږي. دې نړیوالې طبي مرستندویه ادارې د دغې ناروغۍ د کنټرول او درملنې لپاره د بیړنیو اقداماتو د پراخولو غوښتنه وکړه.

د رسمي معلوماتو له مخې، د ایبولا تایید شوې پېښې د څه کم پنځو اوونیو په موده کې درې برابره زیاتې شوي او د یکشنبې تر ورځې پورې ۱۹۲۶ ته رسېدلې وې، چې له امله یې ۷۰۲ کسان مړه شوي دي. د MSF په وینا، دا په تاریخ کې د ایبولا ترټولو لویه درېیمه او د ترټولو چټکې پراختیا په حال کې وبا ده.

په کانګو کې یوازې د دغې مرستندویه ادارې د ایبولا د درملنې اووه مرکزونه او څه باندې ۱۵ د قرنطین واحدونه فعال دي.

ایبولا یوه نادره خو شدیده او ډېری وخت وژونکې ویروسي ناروغي ده چې د بدن عادي فعالیتونه ګډوډوي او د داخلي یا بهرنۍ وینې بهېدو سبب ګرځي.

د فوټبال نړیوال جام: هسپانیا پایلوبې ته ووت؛ ارجنټاین او انګلستان نن لوبه کوي

د فوټبال د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې نن چهارشنبې په نیمه پایلوبې یا فاینل کې ارجنټاین او انګلسټان یو دبل په وړاندې د سیالۍ ډګرته وځي. دا لوبه د کابل په وخت د شپې یولس نیمې بجې پیلیږي.

تیره شپه د نیمه فاینل په لومړنۍ لوبه کې هسپانیا د دوو ګولونو په وهلو سره فرانسې ته ماتې ورکړه او پایلوبې یا فاینل ته ووت.

د ننۍ لوبې ګټونکی به د راتلونکې یکشنبې په ورځ په پایلوبه کې چې د امریکا د نیوجیرسي په لوبغالي کې ترسره کیږي، له هسپانیا سره مخامخ شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG