د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

د نړیوالو له نیوکو وروسته بوسنیا سړو ځپلو کډوالو ته خېمې ورکړې


په بوسنیا کې د ليپا پنډغالی چېرته چې کډوال اوسیږي
په بوسنیا کې د ليپا پنډغالی چېرته چې کډوال اوسیږي

د بوسنیا هرزګوینا حکومت د کډوالو د بشري بحران د حل لپاره د هڅو په ترڅ کې هغو کورنیو ته خیمې ورکړې چې تېره اوونۍ یې کمپ وسوځېد او دوی دوه شپې په سخته یخنۍ کې بې اسرې پاتې وو.

د بوسنیا پوځ د جمعې په ورځ سلګونه کډوالو ته چې افغانان هم په کې دي خیمې ورکړې. څه باندې یوه اوونۍ مخکې د کرویشیا سرحد ته نژدې د لیپا Lipa کمپ له سوځېدو وروسته د بوسنیا پر حکومت له دې کبله چې شااوخوا زر تنه کډوال یې بې سرپناه پریښي دي، سخت انتقادونه وشول.

د بوسنیا پوځ پرون د مرغومي په ۱۲مه نېټه وویل چې کډوالو ته د خېمو د درولو په عملیاتو کې شااوخوا یونیم سل سرتېرو برخه اخېستې وه. د دې کمپ ټولې چارې 'IOM' یا د کډوالو نړیوال سازمان ترسره کوي.

پرون جمعه له دې مخکې دې کډوالو په یوه اعتراضیه لاریون کې ګډون وکړ، څو نړیوال له هغو سختو شرایطو- چې دوی په بوسنیا کې ورسره مخامخ دي خبر کړي.

د بوسنیا په لیپا کمپ کې د کډوالو اعتراض
د بوسنیا په لیپا کمپ کې د کډوالو اعتراض

مرستندویې ټولنې وايي چې د دې اعتراض په ترڅ کې سلګونه کډوالو د دوډۍ له خوړلو ډډه وکړه او په لیکلو شعارونو کې یې له نړیوالو مرسته وغوښته.

بوسنیايي چارواکو په روانه اوونۍ کې اعلان وکړ چې دا کډوال له لیپا کمپ څخه په مرکزي بوسنیا کې د پوځ یوې پخوانۍ اډې ته لېږدوي، خو دا پلان عملي نه شو ځکه د سیمې اوسېدونکو اعتراض وکړ.

دا کډوال د ۲۴ ساعتونو لپاره د بسونو په کتار کې ناست وو خو وروسته له دې چې د لېږد پلان یې رد شو، بېرته د لیپا سوځېدلي کمپ ته راوستل شول. په تېرو دوو شپو کې دې کډوالو د ځان د تودولو لپاره اورونه لګول.

بوسنیا هرزګووینا د هغو زرګونه غیرقانوني کډوالو پر لاره پروت دی چې د منځني ختیځ، افریقا او آسیا له جګړه ځپلو هېوادونو څخه تښتې او اروپا ته ځي.

دوی اکثرا د بوسنیا له شمال لویدیځې څنډې څخه- چې د اروپايي ټولنې له غړي هېواد کرویشیا سره ګډ سرحد لري، اوړي او له هغه ځایه غواړي چې ځانونه د اروپا شتمنو هېوادونو ته ورسوي، خو ډېری دا کډوال چې ښځې او ماشومان هم ورسره وي، په کرویشا کې د سرحدي پولیسو او په بوسنیا کې د سیمه ییزو اوسېدونکو له تشدد سره مخامخ کېږي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG