د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

په بوسنیا کې د افغانانو په ګډون سلګونه پناه غوښتونکي بې سرپناه دي


ليپا کمپ يوه څنډه
ليپا کمپ يوه څنډه

له اسیا، شمالي افریقا او منځني ختيځه شاوخوا زر پناه غوښتونکي په بوسنیا کې په ساړه ژمي کې بې سرپناه پاتې دي.

د تېرې چارشنبې په ورځ په لیپا کې د پناه غوښتونکو کمپ ته اور ورته شوی و.

د رویټرز خبري اژانس د راپور په وینا اوس د بوسنیا سیاستوال له یو بل سره په لانجه بوخت دي چې دا پناه غوښتونکي چېرته ځای پر ځای کړي.

په داسې حال کې، چې یو شمېر پناه غوښتونکي د خوړو اخیستلو لپاره په واوره کې ولاړ دي، نورو ځانونه په کمپلو کې پېچلي او په خېمو کې پراته دي.

د ډسمبر په ۲۳مه نېټه په لیپا کې د پناه غوښتونکو کمپ اور اخیستی و او له هغه اوره یوازې یو شمېر خیمې پاتې شوې.

ليپا کمپ څخه د اور لوګي پورته کېږي. ډسمبر 23مه 2020
ليپا کمپ څخه د اور لوګي پورته کېږي. ډسمبر 23مه 2020

ساجد علي د بوسنیا په ليپا کمپ کې یو افغان پناه غوښتونکی دی.

هغه وايي: تېرې پنځه ورځې د ټولو پناه غوښتونکو لپاره ډېرې بدې وې ځکه دلته په خېمو کې هيڅ بخارۍ نه شته او له پرون راهیسې د واورې له کبله دلته ژوند ډېر سخت شوی دی. تاسي وینئ چې د خېمو پر بام واوره لوېدلې او دا ځای هر وخت نړېدلای شي. دلته په یوه خېمه کې پنځه سوه پناه غوښتونکي اوسي. که دوی مړه شي، څوک به یې مسئول وي؟

ليپا کمپ د بوسنیا بیهاک ښار ته په ۲۵ کیلو مترۍ کې پروت دی.

دا کمپ تېر پسرلی د موقتي پناه ځای په توګه د پناه غوښتونکو پر مخ پرانیستل شوی و.

ټاکل شوې وه، دا کمپ په ژمي کې د ډسمبر په ۲۳مه نېټه وتړل شي او دا همغه ورځ ده چې په دې کمپ کې اور ولګېد.

پولیس او د ملګرو ملتونو چارواکي وايي، ښايي پناه غوښتونکو دا اور لګولی وي، چې د کمپ له تړل کېدو په غصه وو.

اوس دا څرګنده نه ده، چې دا پناه غوښتونکي به په بوسنیا کې کوم ځای ته انتقال کړل شي.

د بوسنیا چارواکو غوښتل د دې ځای پناه غوښتونکي په موقتي توګه په بیهاک ښار کې بیرا کمپ ته انتقال کړي، چې له اکتوبر میاشتې راهیسي تړل شوی دی.

خو ځايي چارواکي له دې خبرې سره مخالفت کوي او وايي، چې د بوسنیا نورې برخې هم باید د پناه غوښتونکو د بحران بار شریک کړي.

اروپايي ټولنې د پناه غوښتونکو د بحران د حل لپاره بوسنیا ته شپېته میلیونه یورو ورکړي او د ۲۵ میلیونه نورې مرستې ژمنه یې کړې ده.

دې ټولنې د بوسنیا له چارواکو غوښتي، چې د لیپا کمپ بدیل ولټوي او په راتلونکي کې يې په دې کمپ کې د بشري ناورین خبرداری ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG