د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

چارواکي: په تېر کال کې د اداري فساد نږدې دوه زره قضیې ثبت او څېړل شوي


جمشید رسولي
جمشید رسولي

د افغانستان لویه څارنوالي وایي، په تېر یو کال کې یې د اداري فساد نږدې دوه زره قضیې ثبت او څېړلې دي.

په افغانستان کې فساد او ورسره مبارزه هغه څه دي چې حکومت یې له نیوکو سره مخ کړی دی.

خو لویه څارنوالۍ وایي، د فساد سره د مبارزې برخه کې جدي دي نو له همدې امله یې تېر یو کال کې د فساد ۱۸۰۳ قضیې ثبت او څېړلي دي.

د دې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د فساد ۱۸۰۳ قضیو له ډلې ۲۷۸ یې د لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ،۴۰۳ د کابل او ۱۱۲۲ د ولایتونو په څارنوالیانو کې ثبت او څېړل شوي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي چې د چهارشنبې په ورځ د دې ادارې د ۱۳۹۹ لمریز کال کړنې وړاندې کولې وویل: "۲۷۸ قضې چې په عدلي او قضایي مرکز کې د کار لاندې دي له دې ډلې ۲۱۵ کې ملکي کسان ښکېل دي، په ۶۳ قضیو کې امنیتي او دفاعي بنسټونه یعنې امنیتي او دفاعي ځواکونو ښکېل دي. د ۱۳۲ قضیو په اړه څېړنې پای ته رسېدلي او په اړه یې قانوني پرېکړې شوې او په پاتي ۱۴۶ قضیو کار روان دی."

لویه څارنوالۍ وایي، په دې قضیو کې امنیتي او دفاعي بنسټونه، ښاروالۍ، اقتصاد،کلیو پراختیا، کار او ټولنزو چارو، پوهنې، عدلیې، د لوړو زده کړو، د کرنې و مالدارۍ وزارتونو، ولایتي مستوفیت، د حوادثو ریاست، برښنا شرکت، د معلوماتو او احصایې ادارې، ګمرکونو، ملي شورا او ولایتي شوراګانو غړي شامل دي.

ښاغلی رسولي دغه شان زیاتوي، چې د فساد ځینې قضیو څېړل ډېر وخت ته اړتیا لري ځکه چې په تدارکاتو کې د مالي فساد موضوعات په کې شامل دي.

XS
SM
MD
LG