د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

د شفافیت د څار بنسټ د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ملي ستراتیژي وڅېړله


آرشیف، په کابل کې د شفافیت د څار د بنسټ یوه غونډه، عکس تئزيني بڼه لري
آرشیف، په کابل کې د شفافیت د څار د بنسټ یوه غونډه، عکس تئزيني بڼه لري

د افغان حکومت، د ملي یووالي حکومت په چوکاټ کې څه دپاسه دوه کاله دمخه په " ۱۳۹۶" هجري لمریز کال کې د اداري فساد سره د مبارزې ملي ستراتیژي جوړه کړه چې هدف یې د حکومت له لوري له فساد سره جدي او معنا لرونکي مبارزه په ګوته شوې وه، خو اوس د روڼتیا د څار بنسټ چې دغې ستراتیژۍ ته کتنه کړې یو شمېر نېوکې لري.

یاد بنسټ د چهارشنبې (د لېندۍ ۱۹مه) په ورځ له فساد سره د مبارزې نړېوالې ورځې په مناسبت د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ملي ستراتیژۍ پلي کولو ته د بیا کتنې په نوم یوه څيړنه خپره کړه.

په دغه څيړنه کې په ۲۰۱۷-۲۰۱۹ میلادي کلونو کې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره د ملي ستراتیژۍ په برخه کې پرتو ننګونو ته اشاره شوې او په دې کې راغلي چې دغه طرحه ګڼې ستونزې درلودې او د فساد په کمولو کې هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

د روڼتیا د څار بنسټ مشر اکرام افضلی
د روڼتیا د څار بنسټ مشر اکرام افضلی

د دغه بنسټ مشر اکرام افضلي په دې اړه وویل: "یوه ستراتیژي چې په بېړه جوړه شي هغه ته زه اصلاً ستراتیژي نه وایم، موږ په دې برخه کې خپل نظرونه له حکومت سره شریک کړل، هر څه یوازې د کاغذ پرمخ لېکل شوي، موږ داسې کړنلارې سره نه شو کولای چې له فساد سره مبارزه وکړو."

اوس چې افغان حکومت غواړي له فساد سره د مبارزې ملي ستراتیژي له دغو نیمګړتیاوو سره له ۲۰۲۱ ـ ۲۰۲۴ میلادي کلونو پورې عملي کړي دا د شفایت د څار بنسټ اندېښنې لامل شوي.

د دغه بنسټ د څېړنو په پایله کې معلومه شوې چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ملي ستراتیژي ګڼې ستونزې لري چې له دې جملې د لومړیتوبونو نه په ګوته کېدل، نړیوالو تجربو ته کمه پاملرنه، د ستراتیژۍ د پلي کولو په برخه کې خنډونه، د نظرونو نه اخېستل او یو شمېر نور مسایل هغه ننګونې په ګوته شوي چې په دې ستراتیژۍ کې شته.

له دې ټولو سره د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې (د لېندۍ ۱۹مه) په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې اړوند بنسټونه باید له څېړنو وړاندې ټولو هغو مسایلو ته پاملرنه وکړي چې حکومت له فساد سره د مبارزې لپاره ترسره کړي.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي
د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي

ښاغلي صدیقي زیاته کړه: "موږ هېله مند یو چې اړوند بنسټونه باید لومړی په دې برخه کې اسناد او شواهدو ته پام وکړي، هغه مبارزه چې حکومت له فساد سره کړې باید له پامه ونه غورځول شي، موږ بیا هم له فساد سره مبارزې ته ژمن یو."

تر دې وړاندې هم له فساد سره د مبارزې په برخه کې له حکومته انتقادونه موجود وو.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرپلټونکي یا سیګار امریکايي مسوولینو ته د یو لیک په لېږلو سره ویلي و چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت مبارزه ګټوره نه ده او په وینا یې چې دغه مبارزه تر ډېره د غونډو په جوړولو او د کاغذ پرمخ محدوده شوې ده.

افغانستان د جنوري په لومړیو کې د شفافیت د نړیوال سازمان د څېړنې له مخې په آسیا- پسیفیک سیمه کې د فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې وروستی شو او په نړۍ کې ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې په ۱۷۳م ځای کې راغی.

XS
SM
MD
LG