د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

ولسمشر غني: د عامې روغتیا نوی وزیر به سیاسي شخص نه وي


ولسمشر غني په عامې روغتیا وزارت کې روغتیايي چارواکو سره د لیدنې پرمهال
ولسمشر غني په عامې روغتیا وزارت کې روغتیايي چارواکو سره د لیدنې پرمهال

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په عامې روغتیا وزارت کې رامنځته شوی وضعیت ټولو ته سپکاوی دی او نوی وزیر به سیاسي شخص نه وي.

د ارګ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر له خولې راغلي: "په دې وروستیو کې په عامې روغتیا وزارت کې رامنځته شوی وضعیت په واقعي توګه غمناک او ټولو ته سپکاوی دی. باید قانون ته درناوی وشي، ټول مسایل د قانوني مراجعو له لارې تطبیق او حق حقدار ته ورسېږي؛ همداراز هغه کسان چې له قانون یې سرغړونه کړې، مجازات شي."

هغه غني څرګنده کړه، دې وزارت ته سیاسي شخص نه راځي.

ولسمشر تېر ماښام پخپله د عامې روغتیا وزارت ته ورغلی او یاد وزارت ته یې د یوه بل مسلکي سرپرست د ګمارنې په اړه ویلي دي، خو دا یې نه دي ویلي چې څوک.

اعلامیې د ولسمشر له قوله زیاته کړې، چې له دې وروسته به په دې وزارت کې ټول بدلونونه او ګمارنې د ولسمشر په لاسلیک ترسره کېږي.

احمد جواد عثماني، چې تازه د افغانستان د عامې روغتیا د وزیر په توګه له دندې لیرې کړای شوی دی، وایي د یوې سیاسي دسیسې ښکار شوی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا پخوانی وزیر احمد جواد عثماني له دندې د لیرې کېدو موضوع یې د ده پر وړاندې یوه سیاسي توطيه ګڼي.

نوموړي تېر ماښام له آزادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکې کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې استعفی لیک یې ولسمشر ته نه دی استولی، خو وایي په وزارت کې دننه او بهر ځیني کړۍ وې چې ولسمشر ته یې د ده پر وړاندې منفي ذهنیت ورکړی.

احمد جواد عثماني
احمد جواد عثماني

ښاغلي عثماني هغه څلور کسان چې په دې وروستیو کې د روغتیا وزارت له کارکوونکو څخه د رشوت اخستلو په تور نیول شوی، د ولسمشر په دې اقدام کې بې اغېز ونه باله.

د افغانستان لویې څارنوالۍ دوه ورځې دمخه د دغو کسانو د نیولو خبر ورکړ.

ځیني رسنیو راپور ورکړی، چې د ښاغلي عثماني ورور او د کاکا زوی په نیول شویو کسانو کې دي.

احمد جواد عثماني د دغو کسانو د نیول کېدو په تړاو وویل، چې ولسمشر په دې اړه خبرې ورسره کړي او له ده یې وغوښتل چې له دندې استعفی ورکړي.

هغه زیاتوي: "د ولسمشر بحث د څلورو کسانو حادثه وه. تر دې وړاندې هم له بده مرغه په دې وزارت کې د روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو په اړه راپورونه ورته رسېدلي وو، چې په مجموع کې د ولسمشر ذهنیت د دې وزارت او د وزارت د مشرتابه په اړه منفي وو."

احمد جواد عثماني وړاندې وویل، چې د عامې روغتیا په وزارت کې د رشوت اخستلو قضیې د واضح کولو او د عدالت پلي کولو لپاره یې له لویې څارنوالۍ او د ملي امنیت عمومي ریاست سره همکاري کړې ده.

ښاغلی عثماني د ۲۰۲۰ کال د مې میاشتي په وروستیو کې د عامي روغتیا وزارت ته د سرپرست په توګه معرفي شو او شاوخوا یوه میاشت دمخه یې دغې دندې ته د ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړې وه.

بلخوا په اداري چارو کې د ولسمشر سلاکار نادر محسني آزادي راډیو ته د ښاغلي عثماني له دندې ګوښه کیدو په اړه وویل: "د عامې روغتیا وزیر وروسته له هغه چې د ده د خپلوانو یو څو کسان د رشوت اخستلو او اداري فساد په تور باالفعل د لویې څارنوالۍ لخوا ونیول شول، نو ولسمشر د نوموړي استعفی ومنله او هغه نور د روغتیا وزیر نه دی."

پخپله ښاغلي عثماني له آزادي راډیو سره په مرکې کې له ولسمشر سره د عطا محمد نور د اړیکو څرنګوالی هم له امکانه لیرې ونه باله.

ښاغلی عثماني هغه کس وو چې جمعیت اسلامي د ګوند اجراییې رییس عطا محمد نور له آدرسه دغه وزارت ته نومول شوی و.

عطا محمد نور د چارو ادارې له لوري د ښاغلي عثماني د استعفی د منلو د مکتوب په غبرګون کې پر خپل فیسبوک او ټویټر دا یو پاروونکی، سپکاوی او د قومي تعصب یو اقدام بللی او ویلي یې دي، چې د عادلانه محکمې د حکم پرته به هر ډول اقدام ته سخت ځواب ووایي.

XS
SM
MD
LG