د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

د کانونو او پټروليم وزارت ځینې کارکوونکي: ۱۲۰۹ تنه بې برخلیکه یو؛ وضاحت غواړو


عکس تئزیني بڼه لري
عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت ځيني کارکوونکي وايي، د دې وزارت رهبرۍ شااوخوا ۱۲۰۹ کار کوونکي له خپلو دندو لېرې کړي.

دا کارکوونکي چې نن دوشنبه (د لېندۍ ۲۴مه ) یې د دغه وزارت مخې ته یوه سوله ییزه اعتراضیه غونډه جوړه کړې وه، د یاد وزارت له لوري د ۱۲۰۹ کارکونکو د بې برخليک کېدو په تړوا د وضاحت غوښتنه درلوده.

دوی وايي، د وزارت رهبرۍ له کوم مشخص دليل پرته په ډېر شمېر سره کارکوونکي له خپلو دندو لېرې کړي او په کورنو يې کینولي دي.

امين الله چې له تېرو ۱۶ کلونو په دې وزارت کې کار کوي وايي: "په موږ ډېره پانګونه شوې ده شخصأ زه افريقا،ترکېې، هند هېوادونو ته تللی يم او همداسې زموږ نور همکاران چين، چاپان، اسټراليا ته تللي د ظرفيت لوړونې په برخه کې موږ ورکشاپونه اخېستي، خو نن له بده مرغه موږ پرته له کوم دليل په کور کينول کېږو اخېر ولې؟ سن خو مو هم تقاعد ته نه دی برابر."

انجينر صفي الله بيا دا کار په افغانستان کې د کدرونو د وژنې په معنا بولي: "له بده مرغه نن ۱۲۰۹ تنه انجينران پرته له کوم مشخص دليله له کاره لېرې کېږي، حکومت ولې د فساد مخه نه شي نیولای، دوی يوازې د کدرونه وژنې پسې راخېستې."

دوی ګواښ کوي که غږ يې وانه ورېدل شي پراخو لاريونونو ته به مخه کړي، خو د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت چارواکي دا ادعاوې ناسمې بولي.

د دې وزارت وياند عبدالقدير متفي وايي، دغه اقدام د اصلاحاتو په هدف ترسره کېږي.

د ده په خبره، يو شمېر کارکوونکي چې شمېر یې ۵۱۲ کسانو ته رسېږي د نفت او ګاز د تنظيم ملې ادارې ته معرفي کېږي.

د افغانستان د کانونو او پتروليم وزارت ویاند عبدالقدیر متفي
د افغانستان د کانونو او پتروليم وزارت ویاند عبدالقدیر متفي

دی وايي: "د افغانستان د کانونو پټروليم وزارت په ټوله کې وپتیله چې په اداري او ساختاري برخه کې اصلاحات راولي، په مجموعي کې له ۶۰۰ زيات خالي بستونه و چې له کلونو همداسې پاتې و، هغه مو له تشکيله حذف کړه، يو تعداد بستونه چې شمېر یې له ۵۰۰ زيات د افغانستان د نفت او ګاز د تنظيم ملي اداره ته انتقاليږي او ۲۰۵ کسه چې غير مسلکي کسان وو او په ډېرو مهمو برخو کې کار کاوه د هغوی بستونه ازادې سيالۍ ته وړاندې کوو."

ښاغلی متفي دا هم وايي، هغه کار کوونکي چې تقاعد ته برابر دي تقاعدېږي.

نوموړی زياتوي، دوی دا اقدام په یاد سکټور کې وړ کسانو ته د کاري فرصت برابرېد په هدف کړی.

د کانونو او پترولیم وزارت ته نوماند وزير محمد هارون چخانسوري دوه اوونۍ وړاندې له ولسي جرګې د باور رايي ترلاسه کولو وروسته په دې وزارت کې د ژورو اصلاحاتو خبره وکړه، خو د نوموړي لومړی ګام له غبرګونونو سره مخ شو.

XS
SM
MD
LG