د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

د امریکا په ۴ ایالتونو کې د ټاکنو پر پایلو له بیا کتنې ملاتړ وشو


ارشیف
ارشیف

د امریکا سنا جرګې، چې جمهوریپال ګوند په کې اکثریت لري، د ټکساس ایالت د هغې دعوې ملاتړ وکړ، چې په څلور ایالتونو کې د انتخاباتو پر پایلې د بیا کتنې غوښتنه کوي.

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ چې د انتخاباتو د نتیجو د بدلولو لپاره په خپلو بې سارو هڅو کې پر له پسې له ناکامیو سره مخامخ شوی، پرون په سنا جرګه کې، چې د ده جمهوریپال ګوند پکې اکثریت دی، ملاتړ ترلاسه کړ چې د ټکساس ایالت له لوري د هغې حقوقي دعوې ننګه وکړي چې له سترې محکمې غواړي په څلورو ایالتونو کې د منتخب ولسمشر جو بایډن بری رد کړي.

د دې دعوې په ځواب کې دغو څلورو ایالتونو یعني پینسلوانیا، جورجیا، میشګان او ویسکنسین، چې د دیموکرات ګوند کاندید جوبایډن په کې بریالی شوی، له سترې محکمې پرون وغوښتل چې د ټرمپ په ملاتړ د ټکساس له لوري اقامه شوې دعوه رد کړي.

دوی دغه راز ویلي، چې دا دعوه برسېره پر دې چې حقیقت نه لري غیرقانوني او د پوچو ادعاوو پر اساس ده.

د پینسلوانیا لوی څارنوال جاش شاپیرو، چې دیموکرات دی، قاضیانو ته لیکلي، ټکساس غواړي چې محکمه په انتخاباتو کې د هغو بې اساسو ستونزو د ادعاوو په اړه څېړنه وکړي چې مخکې سترې محکمې او نورو محکمو کړې او رد شوي دي.

د نورو ایالتونو څه باندې ۲۰ څارنوالانو هم له محکمې غوښتي چې د ټکساس ایالت له لوري اقامه شوې دعوه رد کړي چې هدف یې د ملیونونو رایو باطلول دي.

د ټکساس د لوی څارنوال کین پاکسټن له لوري اقامه شوې دعوه، چې روانه اوونۍ یې د جمهوریپال ګوند د ۱۷ نورو ایالتونو د لوی څارنوالانو له لوري یې ملاتړ شوی ډېر کوچنی چانس لري چې د نوومبر د درېمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په نتیجه کې بدلون راوړي.

حقوقي متخصصان وايي، احتمالاً ستره محکمه به دا دعوه، چې ځینې دیموکراتان یې سیاسي تاکتیک بولي، ژر رد کړي.

خو د جمهوریپال ګوند له ملاتړه داسې ښکاري چې ټرمپ له دې سره سره چې د جنورۍ په شلمه واک له لاسه ورکوي، پر ګوند کنټرول لري او په داسې حال کې ده چې څو ورځې وروسته الیکترول کالجونه د انتخاباتو د پایلو د تاییدولو لپاره غونډه کوي، دا مسله د منتخبو استازو له لوري ولسواکۍ ته د درناوي په برخه کې پوښتنې پیدا کوي.

XS
SM
MD
LG