د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

د نړۍ په کچه د بایډن د بریا هرکلی؛ د ځینو هېوادونو مشران غلي دي


جو بایډن
جو بایډن

په داسې حال کې چې د امریکا د منتخب ولسمشر په توګه تر اعلانېدو وروسته، جو بایډن ته د نړیوالو متحدینو د مبارکۍ او همکارۍ پیغامونه ورمات دي، یو شمېر هېوادو کې مشرانو ځانونه غلي نیولي دی.

د روسیې حکومت د یکشنبې ورځې تر ناوخته پورې لا څه نه دي ویلي.

جو بایډن ته مبارکۍ له بېلابېلو خواو راروانې دي.

د ناټو د سرمنشي په ګډون د دغې ټلوالې ډېر غړي د مبارکۍ ویونکو ډله کې راځي، خو هنګري چوپه خوله نیولې او د صدراعظم ویکتور اوربان حکومت د یکشنبې تر ماسپښین پورې هیڅ وینا خپره نه کړه.

خو د ښاغلي اوربان د سیاسي ګوند یوه ویاند پر فیسبوک د یوې وینا په خپرولو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته مننې هم ویلې دي.

ایستوان هولیک لیکلي چې د ټرمپ په برکت د هنګري او امریکا اړیکي داسې ښه شول چې هیڅکله نه ول او هیله من دی چې د بایدن اداره به په ایډیالوژیکو بنسټونو زیان ور وانه وړي.

په پولنډ کې چې د امریکا بل ناټویي متحد دی، ولسمشر اندرې دودا بایدن په مشروط ډول ستایلی، خو زیاته کړې یې ده چې د ټاکنیز کالج اعلان ته هم لار څاري.

جو بایډن به په رسمي ډول تر هغو ګټونکی نه بلل کېږي چې انتخاباتي کالج بله میاشت غونډه ونه کړي او بیا یې پایله د جنورۍ په لومړیو کې د امریکا کانګرس تصویب نه کړي

۷۷ کلن جو بایډن د رایو تر څلور ورځنۍ شمېرنې وروسته د شنبې ورځې ناوخته د امریکا رسنیو ګټونکی اعلان کړ.

ښاغلي جو بایډن تر دغه اعلان لږ وروسته په دلاویر ایالت کې خپلو ښادمنو پلویانو ته وویل چې دی د اتفاق په لټه کې دی نه د نفاق.

ښاغلي جو بایډن او مرستیالې یې کمالې هارېس یوه هم په خپلو ویناوو کې د ولسمشر ټرمپ نوم وانخیست.

ښاغلي ټرمپ د جو بایډن بری نه دی منلی، وینا یې نه ده کړې او یوازې پر ټویټر یې دومره لیکلي چې ټاکنې ده ګټلي او په ډېر توپیر یې ګټلې دی.

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

ټرمپ د شمېرو له مخې د نژدې ۷۰ میلیونو امریکاییانو رایې ګټلي، خو د جو بایډن ونډه څلور اویا اعشاریه پنځه میلیونه بلل کېږي.

په دې ډول به دی لومړنی امریکایي ولسمشر وي چې دومره رایې ګټي.

د امریکا ټاکنو کې نږدې ۱۴۵ میلیونو وګړو ونډه درلوده چې ددغه هېواد تاریخ کې ساری نه لري.

ټاکنې تېره سه شنبه د نومبر درېیمه ترسره شوې وې.

XS
SM
MD
LG