د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

د امریکا ټاکنې؛ د جورجیا ایالت د رایو شمېرنې پایلې به خپرې شي


په امریکا کې ټاکنیز چارواکي وایي، د ولسمشریزو ټاکنو د ټولو هغو رایو د بیا شمېرنې نتیجې به چې په جورجیا ایالت کې اچول شوې وې نن په سیمه ييز وخت ناوخته خپرې شي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ هیله من دی چې د رایو لاسي شمېرنه به چې په جورجیا کې یې غوښتنه شوې د ډیموکرات جوبایډن مخکې والی له منځه یوسي، خو د ایالت مشر انتخاباتي چارواکي ویلي چې دا احتمال ډېر لږ دی.

د جورجیا ایالتي منشي 'براد رافینس پرګر' د 'سي.اېن.اېن' شبکې ته ویلي، اټکل نه کوي له دې رای شمېرنې به په پای کې عمومي نتیجه واوړي.

د ایالت د ټاکنیز سیسټم مدیر ګابرېل سټرلېنګ پرون د نومبر پر اتلسمه خبریالانو ته ویلي و چې بیا شمېرنه ښایي دغه راز د ټرمپ د نا مستندو ادعاوو له پاره هم چې ګنې پراخه درغلي شوې ده کوم شواهد رابرسېره نه کړي. د هغه په وینا ولسمشر ټرمپ ته په دې اړه ناسم معلومات ورکړ شوي دي.

سټرلېنګ وویل چې د نوومبر د اتلسمې تر سهاره لاسي بیا شمېرنې وښوده چې د بایډن مخکې والی نژدې ۱۴۰۰ رایې ټیټ شوی او ۱۲۷۸۱ رایو ته لوېدلی دی. مخکې یې رایې ۱۴۱۵۶ بلل شوې وې.

جورجیا له هغو څو ایالتونو څخه یو دی چې د ټرمپ ټاکنیز کمپاین په کې د رایو پایلې ننګولې وې.

په ویسکانسن ایالت کې ټاکنیزو چارواکو پرون د نوومبر په ۱۸مه وویل، په دغه ایالت کې د رایو قسمي بیا شمېرنه چې د ټرمپ ټاکنیزې ډلې یې غوښتنه کړې وه سبا د نومبر پر شلمه پیلېږي، خو اټکل نه دی چې د رایو عمومي پایله دې په څټ واړوي.

د ایالت د ټاکنو کمېسیون وویل، په هغو دوو ټاکنیزو حوزو کې به چې ډیموکراتان په کې بېخي ډېر دي د رایو بیا شمېرنه له دې وروسته بیا پیل کړي چې د ټرمپ ټاکنیزې ډلې یې د لګښت درې میلیونه ډالره ورکړل. دغه بیا شمېرنه به په څو ورځو کې بشپړه شي.

بایډن په ویسکانسن ایالت کې د څه باندې شلو زرو په توپیر رایې ګټلې وې.

ټرمپ دا اوونۍ په خپل مهالوېش کې کومه عمومي غونډه نه لري، خو خپل قهر یې د ټویټر له لارې سوړ کړی او د پخوا په څېر یې خپلو دې نامستندو ادعاوو ته دوام ورکړی چې ټاکنو کې د ده خلاف تقلب شوی دی.

د نومبر د درېیمې نېټې ټاکنو کې د ماتې له منلو د ټرمپ ډډې کولو، نوې ادارې ته د چارو د لېږد مخه نیولې او د کورونا ویروس وبا د مقابلې له پاره یې د بایډن هلې ځلې له خنډ سره مخامخ کړي دي، خو د ټرمپ ټاکنیزې ډلې او د جمهوري پال ګوند یو شمېر پلویانو ویلي چې د رایو د بیا شمېرنې او محکمو ته د دعوو د وړاندې کولو حق لري، خو له ټاکنو سره تړلو نژدې ټولو دعوو یې څه بری نه درلود.

ټرمپ د دې له پاره چې په واک کې پاتې شي اړ دی چې لږ تر لږه په درېیو ایالتونو کې چې سیالي په کې ډېره نژدې وه، پایلې واړوي او په دې سره د ټاکنیز کالج ۲۷۰ رایې تر لاسه کړي.

ټول ایالتونه د ډسمبر تر اتمې وخت لري چې خپلې رایې په رسمي ډول تصدیق کړي چې څو د ډسمبر پر ۱۴مه د ټاکنیز کالج رای اچونې ته لار جوړه شي.

بل پړاو به د جنورۍ په ۶مه وي چې ټاکل شوې کانګرس په کې د ټاکنیزو کالجونو رایې وشمېرې چې معمولاً تشریفاتي بڼه لري. د ولسمشر د لوړې مراسم وروسته د جنورۍ پر شلمه جوړېږي.

XS
SM
MD
LG