د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۰

امریکا کې ټاکنې؛ ټرمپ د درغلیو په اړه نورې 'بې اساسه' ادعاوې وکړې


د امریکا برحاله ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا برحاله ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا برحاله ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د درغلیو نورې 'بې اساسه' ادعاوې وکړې.

ډونالډ ټرمپ چې تراوسه پورې یې ټاکنو کې خپله ماتې نه ده منلې، د نوومبر د درېيمې نېټې انتخاباتو پر مشروعیت شک څرګندوي، هغه ټاکنې چې ګټونکی یې د ده سیال جوبایډن دی.

نوموړي پرون شنبه (د لېندۍ ۱۵مه) په جورجیا کې د سناتورانو یوې غونډه کې یو ځل بیا هغه ادعاوې تکرار کړې چې ټاکنو کې د لاسوهنو او درغلیو په اړه دي.

غونډه د جمهوریپال ګوند د هغو سناتورانو له لوري ترتیب شوې وه چې د سنا جرګې په دوهم پړاو انتخاباتو کې ګډون کوي.

دا انتخابات به څرګنده کړي چې په سنا جرګه کې کوم ګوند اکثریت ترلاسه کوي.

ټرمپ د دغې غونډې زرګونه ګډونوالو ته په وینا کې وویل، ټاکنې 'د درغلیو او پلان شوې معاملې' له مخې ترسره شوي دي.

د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین او ملاتړو له خوا شااوخوا ۵۰ قضایي دوسیې ثبت شوي
د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین او ملاتړو له خوا شااوخوا ۵۰ قضایي دوسیې ثبت شوي

ټرمپ خپلو دې ادعاو ته داسې مهال دوام ورکړی چې محکمو او د ټاکنو چارواکو په ټوله امریکا کې دغه ډول ادعاوې رد کړي دي.

تراوسه چې دې ډله کې یې ۳۰ رد یا له پامه غورځول شوي، دا ځکه چې بشپر شواهد په کې نه وو.

د اسوشیټېډ پرېس د شمېرو له مخې، شااوخوا لس دا ډول قضایي دوسیې لا هم د څیړنو په تمه دي.

جوبایډن جورجیا ایالت په ۱۲۶۷۰ رایو ګټلی دی

ټرمپ دغې غونډې ته دغه راز وویل، خپلې قضایي دوسیې د هېواد لوړو محاکمو ته وړاندې کوي، خو په دې اړه یې نور جزئیات ورنه کړل.

قضایي کارپوهان وایي، فکر نه کوي چې په محاکمو کې دې د ټرمپ دا منډې ترړې ده ته کومه ګټه وکړي.

د ټرمپ له خوا یوه نوې قضایي دوسیه د جورجیا د رایو د بې اعتباره کولو په هدف ثبت شوې ده.

دغه ایالت مخکې بیا شمېرنه بشپړه کړې، سره له دې چې دغلته شااوخوا پنځه میلیونه رایې په لاس له سره وشمېرل شوې، خو کومه سرغړونه په کې تر سترګو نه شوه.

جورجیا کې بیا شمېرنې وښوده چې جوبایډن دغه ایالت په ۱۲۶۷۰ رایو ګټلی دی.

د ټرمپ تازه څرګندونو په جورجیا کې د سناتورانو د غونډې اصلي موضوع هم تر سیوري لاندې راوسته.

دا غونډه د دوو سناتورانو ډیوېډ پېرډیو او کیلي لویفلر له خوا رابلل شوې وه، دغه سناتوران غواړي په سنا جرګه کې یې اوسنۍ څوکۍ وساتل شي او دغې جرګه کې بیا جمهوري غوښتونکي اکثریت ولري.

ټرمپ دغې غونډې ته د دې لپاره بلل شوی و چې د دغو سناتورانو ملاتړ وکړي، خو نوموړي په کې خبرې ټاکنو خوا ته بوتلې او له کوم ثبوت پرته یې ادعا وکړه چې جورجیا کې ټاکنې ده ګټلي دي.

XS
SM
MD
LG