د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

ډونالد ټرمپ: 'جوبایډن' یوازې د جعلي رسنیو په نظر کې ګټلې. زه هېڅ نه‌منم!


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ منتخب جمهور رئیس جوبایډن ته په اشارې ویلي چې "هغه یوازې د جعلي رسنیو له نظره ګټلې ده".

ډونالد ټرمپ پرون د لومړي ځل لپاره په ټاکنو کې په یو ډول د جوبایډن له بریالي کېدو یادونه وکړه او پرته له دې چې د بایډن نوم یاد کړي په خپل ټویټر لیکلي چې "هغه په درغلیو بریالی شوی".

ټرمپ لیکلي چې هېڅ شی نه‌مني ځکه د ده په خبره دا ټاکنې لوټ شوي.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړې: "هغه (جوبایډن) یوازې د جعلي رسنیو په نظر کې ګټلې. زه هېڅ نه‌منم! موږ لاهم اوږده لاره لرو دا ټاکنې غلا شوي!"

ټرمپ په یوه بل ټويټ کې زیاته کړې چې څارونکو ته‌یې اجازه نه‌ده ورکړل شوې چې څار ولري.

برحاله ولسمشر که څه هم په ټاکنو کې د درغلیو خبره پورته کړې ده او ویلي یې دي چې له حقوقي لارو به دا مسئله تعقیب کړي، خو کوم شواهد یې په دې تړاو نه‌دي وړاندې کړي.

د امریکا د ملي امنیت ادارې هم د نومبر په ۱۲مه ویلي چې د رایو د حذفېدو، بدلون یا درغلیو هېڅ نښې نه‌دي موجودې.

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې د نومبر په درېیمه وشوې.

ټولو معتبره امریکايي رسنیو جوبایډن د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړی.

بایډن د اوونۍ تر پایه د رایو د شمېرنې په دوام کې ۳۰۶ الکټرول کالجونه ګټلي او په وړاندې یې برحاله ولسمشر ډونالد ټرمپ ۲۳۲ کالجونه لري.

د ټرمپ تر دغو ټويټونو وروسته د منتخب ولسمشر جوبایډن یوه نږدې همکار او د سپینې ماڼۍ د چارو ادارې راتلونکي مشر ران کلېن ان بي سي ټلوېزیون ته وویل چې بایډن هم د الکټرول او هم د خلکو د رایو په اساس ګټلې ده.

بایډن او کلېن
بایډن او کلېن

ښاغلي کلېن زیاته کړه: "هغه وګټله ځکه ډېرې رایې یې خپلې کړي. د خلکو زیاته رایه‌یې هم وړې ده او په هماغه اندازه الکټرول رایې یې وګټلې چې ولسمشر ټرمپ څلور کاله مخکې ځان پرې یو اړخیز [ګټونکی] وباله. که چېرته ولسمشر دې ته چمتو دی چې واقعیت ومني، دا مثبته خبره ده. د ډونالد ټرمپ د ټویټ محتویات د جوبایډن ولسمشر یا ولسمشر نه‌کېدل نه‌ټاکي. د امریکا خلکو دا کار کړی دی."

د نړۍ اکثرو مشرانو او ان د امریکا مخکېنیو ولسمشرانو چې په‌کې جمهوري غوښتونکی جورج ډبیلو بوش هم شامل دی د بایډن د ټاکل کېدو مبارکي ورکړې ده.

ټرمپ یکشنبه تر ټویتونو وروسته د ګلف لوبې لپاره ستون شو هغه کار چې وړمه ورځ‌یې هم وکړ او ګڼو مینه‌والو یې بدرګه کوله.

د ټرمپ لسګونه زره مینه‌والو شنبه د هغه په ملاتړ په پلازمېنه واشنګتن ډي سي کې لاریون وکړ.

XS
SM
MD
LG